ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې مخکښان

اپلاتون څوک و؟ په اړه یې دلته ولولئ

  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د نړۍ ستر فلیسوف اپلاتون په ۴۲۸ ق م  کې د آتن ښار په یوه باشخصیته کورنۍ کې وزېږېد. اصلي نوم یې «ارېستو کلېس» و. د دې لپاره چې غټ او غښتلی و، په اپلاتون باندې مشهور شو. د لوړپوړو چارواکو له کورنۍ او د ځوانۍ دوران یې د آتن ښار د ځلېدا له پېر سره برابر و. په شل کلنۍ کې له سوکرات سره آشنا او د هغه زده‌کوونکی شو. کورنۍ یې ټینګار کاوه چې دی هم د هغو په څېر خپل پلرنی کار یانې سیاست پيل او سیاستمدار شي، خو ده چې د خپل استاد محاکمه او مړینه ولیده، نو له سیاسته بېزاره شو.

کله چې سوکرات محاکمه کېده، دی هم هملته و. د محکمې پېښې یې خپلو کتابونو کې خوندي کړې دي. د سوکرات تر مړینې وروسته یې آتن ښار خوشې کړ، مګارا او سیسیل ته ولاړ. سختو خطرونو ګواښلی، بندي شوی او د مړینې ګواښ هم ورته متوجه و، خو بالاخره خوشې او بېرته آتن ته ستون شو.

په ۳۸۸ ق م کې یې په آتن ښار کې خپله اکاډمي جوړه کړه او د علومو بې پلوی تدریس یې پیل کړ. کېدای شي دې اکاډمي ته لومړنی اروپايي پوهنتون ووایو، ځکه هلته یوازې فلسفه نه، ریاضیات، طبیعي علوم، نحوه او نور هم تدریسېدل. له نږدې او لرې سیمو به دلته ځوانان راتلل، علم یې زده کاوه. د دې محصلینو (زده‌کړیالانو) له ډلې یو هم ارستو و چې وروسته بیا د نړۍ د ستر فلیسوف په نامه یاد شو.

اپلاتون هم د اکاډمۍ مشري کوله، هم یې تدریس چارې پر مخ وړې. زده‌کوونکو یې خبرې له ځان سره یاداښت کولې، نو د همدې لپاره یې ډېری اثار د همدغو نوټونو ټولګې دي. اپلاتون د فلسفې د ډېر ژورو مالوماتو بنسټګر و. د شلمې پېړۍ یو متفکر داسې وايي: “د فسلفې ټول تاریخ د افلاتون پر اثارو د حاشیو له لیکلو پرته بل څه نه دي. هغه د خپلو ژورو څېړنو په ترڅ کې (مُثل) نظریه وړاندې کړه.” اپلاتون په ۳۴۸ ق م کې ومړ. د ده اندونو د فلسفې تګلاره وټاکله، شاګرد يې ارستو د همدغو افکارو په سپړنه کې د فلسفې نړۍ کې ورښکېل شو.

له اپلاتون څخه ګڼ آثار پاتې دي چې دلته یې نومونه وایو: تومایوس، تیتتیوس، مېلمستیا، فیدون او پارمنیدس.

تر ټولو مشهور او اړین کتاب یې جمهوریت دی چې له نېکه مرغه پښتو ژبې ته ښاغلي «سید نظیم سیدي» راوژباړه او په ۱۳۸۹ل. ل کې د صمیم ادبي ټولنې له خوا چاپ شو.

IMG_20200413_170008.jpg

د شاعرانو په هکله یې داسې نظریه درلوده چې ده به ویل: “شاعران ټول مقلد دي.” د جمهوریت له (۶۰۴) پاڼې یې لنډه را اخلو.

ورته ومې ویل: اوس موږ کولی شو چې له هومر څخه یې پیل کړو. په دې مانا ویلی شو چې ټولو شاعرانو د نېکۍ په اړه او یا د نورو سکالو په اړه خورا ښې خبرې وکړې او د دوی دغه کار په حقیقت کې ټول تقلید دی، لکه څنګه چې مخکې مو وویل، یو نقاش چې د یو موچي انځور کاږي، پرته له دې چې په دې خبره ځان پوه کړي چې موچي کوم او څه کارونه کوي او هغه کسان چې د ده رول ویني هغوی یې هم په اړه هېڅ معلومات نه لري، د جولې او رنګ له مخې پرې قضاوت کوي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ