په پښتنه ټولنه کې د کليوالو ښځو د نور سينګار ترڅنګ خال کيښودل، سور سالو، نيکريزي او رانجه مشهور سینګار بلل کيږي. غواړم د هغه شين خال په اړه بحث وکړم، چې د ښځو لخوا په تنډه او زنه وهل کېږي.
د شنو خالونو وهل د ښځو منځ کې د سينګار په ډول وهل کېږي. او د نارينهوو له خوايې ستاينه کېږي. دا خال به د پخوانيو کليوالو پيغلو په منځ کې يو خاص ځای درلود، چې په ولسي فولکلوريک ادب کې هم په پراخه کچه ستايل شوی لکه لنډۍ، سروکي. کاکړۍ غاړې…
ليلا ليلا ولاړه شنه واړه خالونه
ليلا هسکه يې غاړه جانانه
د دغه ډول خالونو دود په ميدان وردګ، خوست، پکتيا او کندهار کې تر ډېره وو چې د پخوانيو کليوالو نجونو له خوا په مخ تندي او زنه د ښکلا په خاطر وهل کېدل.
دغه شين خال په زنه ډېر وهل کېده او په لنډيو کې يې ډېره ستاينه هم شوې ده لکه:
خالونه واړه شنه خالونه
د زنې خاله نوکري به د کومه
خالونه واړه شنه خالونه
د زنې خال دې مرور پخلا کوینه
خالونه څه ډول او د چا له خوا وهل کېږي؟
په دې اړه مې له نسرين ګل څخه چې په زنه او تندي يې خالونه وهلي وږ وپوښتل، نوموړې وايي:
“زموږ په کلي کې د خالونو لپاره يوه ځانګړې مېرمنه وه چې کليوالو جينکو به ورباندې په ټنډه او زنه خالونه وهل= او په پای کې به يې ورته يوه کلچه د مخ لاس وينڅلو صابون، هګۍ، ځونډي، او داسې نور څه ورکول، هغې به د درې يا څلورو ستنو په واسطه د بدن يوه برخه تر هغې وهله چې ترڅو به هغه وينې شوه او ورسته به په هغه زخم ميده شوې شنه ريشفه او په شيدو کې د لاټين دود تر اچولو وروسته لګول کېدل چې د زخم له جوړېدو وروسته به په شين خال بدلېدل.”
شنه خالونه په اړه په ولسي فولکلوريک ادب کې هم په پراخه کچه ستاينه شوي او بې شمېره لنډۍ يې په اړه ويل شوي دي.
خال دې د وروځو منځ کې کېښود
لکه پاچا چې پاس په تخت حکم کوينه
خال د واهه خبر دې نه کړم
که زه خبر وای ما به ويښي وو نظرونه
خال د واهه خبر دې نه کړم
که زه خبر وای ما به نيل راوړی ونه
خال دې د ورځو منځ کې کيښود
په پرهري بدن مې پوري شول اورونه
خال دې دوربين مخ دې ښيښه ده
په کې ښکاريږي لری لرې وطنونه
خال دې ملنګ مخ دې زيارت ډی
دا نرۍ وريځې دې جنډې باد رپوينه
خال د واهه خبر دې نه کړم
ناغه با راکړې د سرکو شنډو سرونه
د ورځو منځ کې دې شين خال دی
دا لسم کال دی چې مين در باندې يمه
هغه مېرمنې چې زامن به يې وروسته له پيدايښت مړه کېدل، د ماشوم له پيدا کېدو سره سم به يې ورته خال د دې لپاره واهه چې ژوندی پاتې شي. دوی په دې اند وې چې د خال له وهلو وروسته ماشوم پاتې کېږي نو په دي پال به يې ماشومانو ته خال وهل.
خالو نه بېلابېل ډولونه لري، ځينې يې د رنجو په واسطه کېښودل کېږي، چې بيرته ژر پاکيږي. ځينې يې په خوارا ښکلي ډيزاين جوړ شوي وي چې امانت کيښودل کېږي.
د شنو خالونو په اړه خو مو پوره بحث درلود چې څه ډول خال دی او څنګه وهل کېږي، د طب له نظره خال وهل (خال کوبي) چې په اوسني عصر کې د ټټو په نامه ياديږي او ځينې ځوانان يې په لاسونو په ډول ډول بڼو جوړوي، هغه له ځانه سره غلط او ناوړه پايلي لري. او کومه خال کوبي چې په دغه وسايلو کېږي که چېرته پاک او تعقيم شوي نه وي، بېلابېلې انتاني ناروغۍ لکه ايډز او همداسي نور منځته راوړي.
#خپل فرهنګ، د ژوند رنګ.