Advertisements
بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د وخت د مدیریت لپاره لس غوره لارې چارې

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

احتمالاً که افرادو کولای شوای، له ما فوق بشري ځواکونو څخه برخمن شوي وای، مثلاً دا ځواکونه یې به یې ټاکل: الوتنه کول، نالیدلي اوسېدل او یا جسماني ځواک، خو که وغواړو دې موضوع ته په واقع بینانه توګه وګورو، موږ ټول دا غوره ګڼو، چې د وخت په مدیریت واکمن شو. اړینه نه ده چې د دې وړتیا د ترلاسه کولو لپاره، له مافوق بشري ځواک څخه برخمن و اوسئ، یوازې بسنه کوي، چې لاندې لس تګلارې دقیقې ولولئ او د وخت په مدیریت واکمن شئ:

۱ ـــ له ځان سره یو مهالوېش ولرئ

له ځان سره د یوه مهالوېش لرل، تل او په هر حالت کې لږ پخوانۍ کړنه تر سترګو کېږي. لومړنی ګام چې باید پورته یې کړئ دا دی، چې د یاددښت یوه کتابچه را واخلئ، د یوې اونۍ په اوږدو کې هره ورځ یې له ځانه سره ولرئ.

د دې مودې په اوږدو کې، خپل افکار، خبرې اترې او فعالیتونه یاددښت کړئ، دا کار له درسره مرسته کوي، چې د خپلې ګټې اخیستنې له کچې څخه دقیق درک ولرئ. دا آسانه او ساده تمرین، دا درته ښکاره کوي، چې د فعالیتونو ستره برخه مو، په کومه برخه کې مصرف شوې ده.

په هممهالې توګه د دې ګټورې کتابچې په لرلو سره، باید د وخت له څارونکې یوې وسیلې څخه هم کار واخلئ، په دې ترتیب دې ته مو پام کېږي، چې د یوه کار پای ته رسول، ستاسو څومره وخت نیسي، له دې امله کولای شئ د ورځې د تېرېدو څرنګوالی وارزوئ او د اړتیا په صورت کې او د ګټې اخیستنې د ډېرښت په موخه، د اړتیا وړ برخې بدلې کړئ.

۲ ـــ خپلې دندې لومړیتوب‌بندي کړئ

له دې وروسته چې د وخت د تېرېدلو له ډول څخه خبر شوئ، بل ګام په وخت باندې واک پیدا کول دي، چې د اړینو او نا اړینو کارونو ترمنځ توپیر تشخیص کړئ. بریالي کسان هڅه کوي، د هغو کارونو یو لیست چمتو کړي، کوم چې باید ترسره شي. په دې لیست کې ۳ تر ۵ کارونو پورې لیکل کېږي او هغه باید له خوب او د ورځې له پای ته رسېدلو مخکې پای ته ورسوي. دا ډول کسان هره ورځ سهار تر ټولو مهم او سخت کارونه ټاکي او هغه تر ټولو مخکې ترسره کوي، دا چې دا کارونه پای ته ورسېدل، نو له لیست څخه یې لرې کوي او بل کار پیلوي.

په یاد ولرئ، که د ورځې په پای کې هم داسې کار شته، چې نه مو دی ترسره کړی، نو هغه د سبا په لیست باندې ور زیات کړئ، په دې کار سره به ښه احساس پیدا کړئ، ځکه چې پوهېږئ، د نن ورځې تر ټولو مهم کار مو نه دی ترسره کړئ.

۳ ـــ له «نه» ویلو څخه مه وېرېږئ

یوه له ستونزمنو تګلارو څخه، چې په دې برخه کې اړینه او ضروري ده، نه ویل دي. کله وخت او په لومړنیو ورځو کې چې په کار بوخت شوي یاست، نه شئ کولای، چې خپلو همکارانو او مشتریانو ته منفي ځواب ورکړئ، کله وخت دا ستونزه له کورنۍ او دوستانو سره هم تکرارېږي، همدا مسئله د اروایي فشار (سټرس) د ډېرښت سبب ګرځي. سربېره پر دې له هغه ځایه به سل سلنه پایله ترلاسه نه کړئ چې د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره کافي وخت نه لرئ، خو په یاد ولرئ چې «نه» ویل، هېڅ ستونزه نه لري، نو خپل ځان ته د دې کار اجازه ورکړئ.

که د نورو د غوښتنو د ترسره کولو لپاره کافي وخت نه لرئ او یا دا چې له ترسره کولو سره یې هېڅ مینه او لېوالتیا نشته، نو په ډېر آرامۍ ووایئ «نه». کله وخت افراد د دې خبرې په اورېدلو سره ناهیلي کېږي، خو دا به د نړۍ پای نه وي.

۴ ـــ ګډوډونکي حواس لرې کړئ

زموږ شاوخوا چاپېریال له ګډوډونکو حواسو څخه ډک دی، برېښنا لیکونه، ټیلیفوني اړیکې، د ټولنیزو شبکو نوټیفیکېشنونه، هغه کسان چې تل تګ راتګ کوي او داسې نور… دا ټول د ګډوډونکو حواسو له جملې څخه دي، چې تمرکز له منځه وړي، ګډوډونکي حواس ستاسو د وخت یوه ستره برخه بېځایه تېروي.

داسې لارې شته چې وکولای شئ، په موقتي ډول، د دې ګډوډونکو حواسو مخه ونیسئ، خپل ګرځنډه ټیلیفون بې غږه کړئ، د وېبسایټ له ټړونکو اپلېکېشنونو څخه ګټه واخلئ، نوټیفیکېشنونه خاموش کړئ، د خپلې کوټې د دروازې تر شا داسې یو کاغذ ولګوئ، چې پرې لیکل شوې وي، د مهربانۍ له مخې مزاحمت مه کوئ. که اندېښنه لرئ، داسې نه چې کوم اړین پیغام له لاسه ورکړئ، نو وړاندیز کېږي چې د ورځې یو وخت د پیغامونو ځواب ورکولو ته ځانګړی کړئ.

۵ ـــ خپل شاوخوا چاپېریال سپک کړئ

څېړنې څرګندوي چې یو کارمند په منځنۍ کچه، د کال ۳۸ ساعتونه د هغو وسایلو د پیدا کولو لپاره لګوي، چې په خپل ځای نه دي، په حقیقت کې ۶۶ سلنه کارمندانو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه په اوونکۍ کې له کاري ساعتونو څخه ۳۰ دقیقې د ورکو شویو څیزونو د پیدا کولو لپاره بېځایه تېروي، په پایله کې، بې نظمي نه یوازې د وخت د بېځایه تېرېدلو سبب ګرځي، بلکې د ګټور اوسېدو د کمښت او د اروایي فشار د ډېرښت لامل کېږي.

منظم اوسېدل د دې سبب ګرځي، چې ښه فکر وکړئ او خپل ګټور اوسېدل پیاوړی کړئ، سربېره پرې دې چې کولای شئ خپل بېځایه تېر شوی وخت بېرته ترلاسه کړئ، دا احتمال شته، چې په لومړي ګام کې، نظم بښلو ته هېڅ لېوالتیا ونه لرئ، خو دا چې کار پیل کړئ، نو دې متوجه کېږئ، چې کوم بد څیز نه دی. د هر څه لپاره یو ځای په پام کې ونیسئ او دا چې له هغې وسیلې سره مو کار پای ته ورسېده، نو په خپل ځای کې یې کېږدئ.

وړاندیز کېږي چې د اونۍ څو دقیقې د هغو وسایلو د لرې غورځولو لپاره ځانګړې کړئ، چې ګټه نه ترې اخلئ. دا بهیر سره بېره پر نظم بښلو، د دې سبب ګرځي، چې آرامه او هوسا کاري چاپېریال ولرئ.

۶ ـــ د کارونو یوه برخه نورو ته وسپارئ

تاسو نه شئ کولای چې ټول کارونه په یوازې ځان ترسره کړئ. موږ ټول فکر کوو، چې اوضاع تل په همدې تګلاره پرمخ ځي، خو نباید نورو ته د خپلو کارونو د ورسپارلو له امله وډار شئ. باید دا زده کړئ، چې څنګه د کنټرول یوه برخه نورو ته وسپارئ.

کله ناکله مخکې تر دې چې له کوم سرخوږي سره مخ شئ، له نورو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. د مشخص شویو کارونو یوه برخه، لکه حسابداري د نورو پر غاړه ور واچوئ.

کله چې کاري بوختیاوې زیاتېږي، له خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړو څخه وغواړئ، چې ستاسو په ماشوم باندې د پام کولو لپاره یو وخت ځانګړی کړي او یا دا چې د خپل ژوند له شریک څخه وغواړئ، چې لوښي ووینځي. د کارونو په وېش سره به ډېر وخت په واک ولرئ او ډېر کارونه به ترسره کړئ.

۷ ـــ خپل پایله ورکوونکي ساعتونه ډېر کړئ

که سهار د وخته له خوبه را ویښېږئ او یا دا چې ستاسو ګټورتوب د ورځې د پیل په ساعتونو کې ډېر دی، نو خپل وخته‌ییز پروګرام په داسې ډول تنظیم کړئ، چې د خپلو کارونو او دندو لویه او ننګونکې برخه په سهار کې ترسره کړئ. که داسې عادت شوي یاست، چې د شپې تر ډېر وخته ویښ پاتې کېږئ، نو خپل کارونه د شپې په اوږدو کې ترسره کړئ، ځکه چې ستاسو ګټور اوسېدل په دې ساعتونه کې ډېر دی، په زړه‌پورې ټکی دا دی: کله چې تاسو په خپلو پایله ورکوونکو ساعتونو کې کار کوئ، نو کولای شئ وخت په اغېزلرونکې بڼه مدیریت کړئ.

۸ ـــ د وخت په مدیریت کې د ۲۰/۸۰ قانون مه هېروئ

د دې قانون پر بنسټ د هغه کار ۸۰ سلنه ارزښت، چې د ورځې په اوږدو او په هره برخه کې یې ترسره کوئ، یوازې ۲۰ سلنه فعالیت پکې نغښتی دی، له دې امله که لومړنۍ ۲۰ سلنه د مهمو دندو لپاره ځانګړې کړئ، نو د ورځې په پای کې به ډېر ګټورتوب ولرئ او دغه راز د خوښۍ او رضایت احساس به ولرئ.

۹ ـــ ترسره شوی کار، له بې نیمګړتیا کار څخه غوره دی

د The Bite- Sized Entrepreneur کتاب لیکوال ډیمون براون وایي: “تر ټولو مهم څیز، چې وخت پرې بېځایه مصرفېږي، لوړې مرتبې او کمال ته رسېدل دي.” هغه وړاندې زیاتوي: “د یوه محصول یا خدماتو د بې نیمګړتیا کولو لپاره د ډېر وخت تېرول، نه یوازې ستاسو کارو بار زیانمنوي، بلکې له ځانه سره د فرصت ډېر لګښتونه هم لري، هغه فرصتونه چې کولای یې شول، د لوړو او جدي کارونو د ترسره کېدلو سبب شي، له لاسه ورکوئ.

لارا ونډر کام د وخت د مدیریت په اړه وایي: “پرېږدئ، ترسره شوی کار، له بې نیمګړتیا کار څخه غوره دی. په یاد ولرئ چې هېڅ څیز بشپړ نه دی، تاسو باید تر ټولو غوره کړنې ولرئ او له هغو څخه تېر شئ.

۱۰ ـــ  د وخت له کوچنیو واټنونو څخه ګټه واخلئ

د وخت په اوږدو کې داسې شېبې شته، چې په ډېرې آسانۍ بېځایه تېرېږي. د دې شېبو په اوږدو کې کولای شئ، کوچني کارونه ترسره کړئ، د هغو لپاره یوازې څو دقیقې بسنه کوي، مثلاً که کار ځای ته د رسېدلو او یا هم کور ته د راتګ لپاره، له مټرو څخه ګته اخلئ، نو احتمالاً په دې واټن کې کولای شئ، خپل برېښنالیکونه وګورئ او ورځپاڼه ولولئ. که د سباناري کولو لپاره یو ساعت په پام کې نیول شوی دی، نو دا وخت لږ را کم او پاتې موده یې ورزش وکړئ.

دهغو کارونو یو لیست چمتو کړئ، چې ترسره کول یې یوازې ۱۰ تر ۱۵ دقیقو وخت نیسي او یاد لیست تل له ځانه سره ولرئ. که دا چمتو شوی لیست له تاسو سره وي، مثلاً د دې لپاره چې لس دقیقې په تمه پاتې شئ، کولای شئ د لیست یو له کارونو څخه ترسره کړئ.

د دې شېبو په لټه کې واوسئ او له هغو څخه په ښه توګه ګټه واخلئ، اجازه مه ورکوئ، چې په ډېرې آسانۍ سره له لاسه لاړې شي. د اندازه کولو وړ موخې وټاکئ او وګورئ چې دا موخې به تاسو کوم ځای ته ورسوي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: