د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په میاشت کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په شل اوریزه لوبه کې د بنګله دېش وېکټ ساتونکي توپوهونکي مشفق الرحیم ۵ څلوریزې سر په سر ووهلې.
کریم جنت داسې مهال نولسم اوور ته راغی، چې دوه اورونو کې بنګله دېش ته ۳۰ منډې پکار وې.
له کریم جنت څخه ۲۱ منډې راغلې وې؛ خو لوبه په وروستیو کې افغانستان په یوه منډه وګټله او بنګله دېش ونه توانېد، چې په وروستي اوور کې له راشدخان څخه ۹ منډې پوره کړي.
اوس د زِمبابوې لوبغاړي د جولای په ۲۵ مه نېټه په ۲۰۲۱ کې په بنګله دېشي بالر په یو اوور کې پنځه څلوریزې ووهلې.
وېسلي مډیور، چې ښي لاسی توپوهونکی دی، په درېیمه شل اوریزه لوبه کې یې په څلور اوور کې د بنګله دېش په چټک ښي لاسي توپ اچوونکي تسکین احمد پنځه څلوریزې سر په سر ووهلې او یو اوور کې یې ورڅخه شل منډې واخیستې.
دې لوبه کې زِمبابوې ۱۹۴ منډې هدف ورکړی و، چې بنګله دېش پوره کړ او په ۵ وېکټو یې زِمبابوې ته ماته ورکړه.
همدارنګه حضرت الله ځاځي په پاکستاني بالر شاهین افریدي هم پنځه څلوریزې سر په سر وهلي دي.
هغه لوبغاړي چې په کرکټ کې یې په یو اوورکې شپږ څلوریزې وهلي دي
د کرکټ په نړۍ کې ځېنې وخت ډېر عجایب پېښېږي، چې کله بالر مخکښ کېږي او کله هم توپوهونکی په بالر سره ګرځوي او د ځان خلاصولو لار ترې ورکوي.د
دلته هغه لوبغاړي درپېژنو چې یو اوور کې یې شپږ څلوریزې سر په سر وهلي دي.
هغه لوبغاړي چې په کرکټ کې یې په یو اوورکې شپږ څلوریزې وهلي دي
سندیپ پټېل
د هندوستان پخوانی توپوهونکی دی چې په ۱۹۸۰ کال کې یې په ټېسټ لوبه کې د انګلستان پر وړاندې یو اوور کې ۶ څلوریزې وهلي دي.
کرېس ګېل
کرېس ګېل په ۲۰۰۴ کې د انګلستان پر وړاندې یو اوور کې په متیو هوګرډ شپږ څلوریزې سره په سر ووهلې.
اجینکیا رهانی
په ۲۰۱۲ ایپياېل کې یې د بنګلور پر وړاندې لوبه کې سرینات اوېنډ په خلاف یو اوور کې شپږ څلوریزې ووهلې.
ټېلاکرټنی دېلشن
دېلشن په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې په مېچل جانسن چې د اسټرالیا کیڼ لاسی چټک بالر دی، یو اوور کې شپږ څلوریزې وهلي دي.
رامنارېش سروان
د ویسټ انډیز لوبغاړی و، چې د هندوستان پر وړاندې یې په مناف پټېل شپږ څلوریزې پرله پسې وهلې وې.
پرېتوي شاو
پرېتوي شاو د هندوستان ټاپ ارډر توپوهونکی دی، ده په په ۲۰۲۱ کې د کلکتې پر وړاندې لوبه کې شپږ څلوریزې ووهلې او ریکارډ کې یې ځان شریک کړ.