د واده په اړه د ملالې یوسفزۍ څرګندونو غوسه پارولې ده

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د واده په هکله بیان په مایکرو بلاګینګ وېبپاڼه، ټویټر پاڼه په زړه پورې بحث بدل شوی، خلکو د هغې په بیان سخت غبرګونونه ښودلي، او نیوکې پرې کوي.

تر پرون ورځې چې ملاله یوسفزۍ د یوې پښتنې ټیکري په ارزښت بیانولو د پښتو لپاره د پښتنې کلتور د ویاړ بحث ګرځیدلې وه، نن هماغه ملاله د همدغو پښتنو او بلخصوص مسلمانانو د لعنت ویلو سوژه ګرځیدلې ده.

د ملالې یوسفزۍ مرکه پرون د فیشن مجلې (ووګ) وېبپاڼه کې خپره شوې، چې پکې هغې د واده په اړه خپل نظر څرګند کړی او ویلي دي:

« زه لاهم په دې نه پوهېږم چې خلک ولې واده کوي؟ واده ته څه اړتیا ده؟ که چېرته تاسو غواړئ چې د ژوند تېرولو لپاره د کوم چا سره و اوسئ، نو تاسو د واده په کاغذ (نکاح لیک) لاسلیک کولو ته څه اړتیا لرئ؟ بغییر د نکاح کولو نه هم یو ځای اوسیدلئ شئ »

خو د ملالۍ یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دلور څرګندونې په رسنیو کې ناسمې خپرې شوې.

د ملالې یوسفزۍ دې څرګندونو د خلکو غوسه راپارولې، چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې بیان په وړاندې خپل سخت غبرګونونه /نظرونه خپروي.

ملاله په ټویټر کې تر ټولو لوی بحث ګرځیدلې ده.

که څه هم پاکستانۍ اداکارې “متهیرا” د ملالې یوسفزۍ دا څرګندونې نه دي خوښې کړي. خو هغې په ​​ملالې نیوکه هم نه ده کړې، مګر په خپله اوږده انسټاګرام کیسه کې یې د واده پر اهمیت ټینګار کړی. که څه هم، د اداکارې “وینا ملک” د ملالې په دې څرګندولو غوسه شوې او هغې په ټویټر کې هم خپله غوسه څرګنده کړې او لیکلي یې دي:

« نکاح کولو ته څه اړتیا ده، چې د زنا سهولت برابر وي “ملاله “»

((یادونه: وینا ملک خپله یو وخت د فلمونو نیمه بربنډ کریکټرونه لوبول چې اوس یې توبه کړي ده))

د ټولنیزو رسنیو کارونکي هم د ملالې په دې څرګندونو په غوسه دي. خلکو د ملالې په دې نظریې او لباس ملنډې وهلې او هغه یې منافقه بللی ده.

د “کومل انصاري” په نوم یوې مېرمنې لیکلي: متهیرا له ملالې څخه په اسلام او د واده په اهمیت ښه پوهېږي.

 

یو بل کاروونکي ویلي، چې اوس متهیرا د ملالې په پرتله ماته ډېره د درناوې وړ ده.

د مریم په نوم بلې بیا لیکلي: په ۲۰۱۲م کې چې کومه مرمۍ د ملالې په سر لګیدلي وه، په ۲۰۲۱م کې یې د هغې په مغزو اغیز وکړ.

 

وروستي مطالب