د وینا منفي ټکي چې باید پام ورته وشي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

پیغام ورکول او په هغه پوهېدل ډېر مهم دي. موږ د ژوندانه په کارونو کې خپل موخې، احساسات او اغېزې په خپلو مشورتي یا هم نظریاتي کلماتو کې تر اړوند اشخاصو پورې رسوو.
خبرو کې عمومي غلطیانې ته یوه کتنه کوو چې په عمومي ډول خبرو اترو کې لیدل کیږي او کله چې د وخت په تېرېدلو سره یادو غلطیو او نواقصو ته مو پام شي نو سړی ډېر پښېمانه شي.

ـ وېرېدل یا هم تر اغېزې لاندې راتلل؛ ځینې اشخاص کله چې خبرې کوي نو د ډېرې وېرې نه داسې ښکاري چې د ډېرې لویې ګناه کولو وروسته حاضر شوي او اوس هغه ته د یادې ګناه سزا ورکول کیږي. د خبرو پر وخت تاسو د عمر، مقام او درجې خیال وساتئ خو ډارېږئ مه، خپله موضوع صحیح وړاندې کړئ. د لیدلو نه مخکې په خپل ذهن کې خبرې ترتیب کړئ او داسې فکر د اړوند کس په اړه وکړئ چې ته یې د یو مهربان او ګران دوست په اړه کوې، ولي چې د انسان سره رویه او عمل په عام ډول د ګمان په مطابق کېږي، خبرې په تسلسل وکړئ.

ـ تکیه کلام یا تکراري کلماتو نه ډډه وکړئ. ځینې خلګ په یوې جملې کې څو ځلې لکه (مطلب دا چې) ورور ته مې دې وویل شي نو ما ویل سر دې خلاص شو وروره ګله؛ یا دې ته ورته الفاظ استعمالوي.
په یاد ولرئ په دې ډول هېڅکله تاسې په ښه ډول خبرې نه شئ وړاندې کولی.

ـ خندا او الفاظ باید یو ځای د خولې نه را ونه وځي. ځینې کسان دا ستونزه لري چې کله هغه نورو ته کوم د خندا نه ډکه واقعه بیانوي نو منځ کې یې خپله خندا شروع کړي تاسو خپله فکر وکړئ چې په داسې حال کې به اورېدونکي خبره واوري که وخاندي. خپله خبره پوره کړئ خندل اورېدونکي ته پرېږدئ.

ـ ترخې خبرې؛ ځینې کسان ځان ډېر باجراته بولي او هر چاته ترخې/ سپینې خبرې کوي. په داسې خبرو د انسان احساسات ټپي کېږي او هم ستاسو عزت.

ـ غوړه مالي؛ ځینې کسان په خبرو کې غوړه مالي شروع کوي او یا هم په غوړه مالي څوک مسخره کوي. هر هغه صفت کې چې شاته یې بد نیت وي د هغه نه دده وکړئ.

ـ غوسه؛ په وینا کې هېڅکله څوک باید غوسه نه شي ځکه اورېدونکې یې د هغه خبرو ته هېڅ توجه نه کوي.

ـ ټولو ته فکر کول؛ کله چې موږ وینا کوو نو باید ټولو ته فکر وکړو ترڅو اورېدونکي پوه شی چې موږ ورته ارزښت ورکوو.

ـ ګړندۍ خبرې؛ هېڅکله باید وینا په تیزی سره ونه کړو لکه څوک چې ورپسې وي.

دا هغه ټکي دي چې وینا کې باید ډېر پام ورته وشي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.