بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

مسوول کس د مسوولیت پر ځای‌کولو پر وخت کې پلمې نه کوي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

موږ هر یو د خپل ځان په اړه داسې یوه انځورونه لرو چې ګېني هر ډول مسوولیتونه مو منلي او د هغوی په پر ځای‌کولو کې مو خپله ایماني او وجداني دنده پوره کړې. مانا داسې کسان به کم وي چې وايي زه بې مسوولیته انسان یم.

کله چې مسوول و اوسو، آن که دندې ته مو لېواله هم نه یو، کارونه مو نه پرېږدو، ځکه چې اندېښنه راته پیدا کوي. کله چې چا سره ژمنه وکړو، پوره کوو یې هم، وعده خلافي نه کوو.

لومړی باید خپلې دندې وپېژنو، بیا لومړیتوبونه ورته وټاکو. تر هغې وروسته یې د سرته رسولو هلې ځلې وکړو. داسې وخت کې یوازې دا نه چې نورو سره مرسته کوو، د خپلو کارونو او مسوولیتونو په پر ځای کولو کې هم ژمن کېږو.

دلته مو د مسوولیت د منلو او پر ځای کولو څو لارې په نښه کړي:

۱ مسوولیت‌منونکي کسان پلمې نه لټوي

مسوول کسان د خپلو دندو پر ځای کولو کې دومره ژمن وي چې په ډېره غوره بڼه هغوی سرته رسوي. مثلاً که وايي چې سهار وخته له خوبه ویښېږم، نو ګهیځ هماغه وخت پاڅېږي. دوی هغه مسوولیتونه مني چې کولی یې شي. هغه کارونه چې نشي یې کولی، مسوولیت یې هېڅ نه اخلي.

۲- منظم/ سم ژوند لري

دوی خپلې موخې پېژني. موخو ته د رسېدا لپاره کار کوي. ژوند یې منظم وي. که غواړئ مسوولیت‌منونکي و اوسئ، لومړی مو موخې مالومې کړئ او بیا منظمې تګلارې وټاکئ.

۳- وخت نه ضایع کوي

مسوولیت‌منونکي وګړي تل هڅه کوي چې خپل ارزښتناکه وخت هسې ونه لګوي. یوازې خپل وخت نه، د نورو هم نه ضایع کوي.

۴- خپلې تېروتنې مني

دا هغه ځانګړنه ده چې مسوولیت‌منونکي کسان یې لري. یانې هر انسان د هغه کار یا پرېکړو پر وړاندې چې کوي یې مسوول دی. تېروتنه مني. د تېروتنو منل د نورو کسانو غوسه هم پرې کابو کولی شي، ځکه خو یې راولاړې شوې ستونزې هم کمې وي.

۵- خپل کارونه نه ځنډوي

دا کسان خپل کارونه وروستیو شېبو ته نه پرېږدي چې ځه، بیا به وشي. هر کار په هغه وخت کې کوي چې اړتیا یې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ