افغانستان پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

کلیوالي میرمنې، له زده کړو لرې مه ساتئ، ژوند مو جوړوي!

لیکنه: شپنه سلګۍ
ليکنه: شپنه سلګۍ

ټولنې په علم او پوهه پرمختګ کوي، که د بشریت په تاریخ یو ځغلنده نظر وکړو، وبه وینو چې د متمدنو ټولنو د پرمختګ یوازینی لامل علم دی، د بابلیانو، اشوریانو، مصریانو او یونانیانو د پرمختګ لامل علم او پوهه وه، چې تر ننه یې اثار او نښې شته. عربان په نړۍ کې خوار، غریب، او جاهل وګړي و، خو یو وخت راورسیده چې په نیمه نړۍ یې حکومت کاوه، ځکه چې الله تعالی ورته امر کړی و چې (اقرأ) علم زده کړئ، الله تعالی ادم ته په نورو مخلوقاتو د علم پر بنسټ شرف ورکړ، د بلقیس تخت د سترګو په رپ کې هغه چا راوړه چې علم ورسره و، علم ځواک دی.

علم پرمختګ دی، علم تمدن دی، خو افغاني ټولنه کې علم په نشت حساب دی. د علم د زده کړې امر نارینه او ښځینه دواړو ته شوی، خو په افغاني ټولنه کې ښځینه د زده کړې حق نه لري، په ښارونو کې دا ستونزه نسبي حل ده، خو په کلیو کې بیا خبره سرچپه ده. په کلیوالي سیسټم کې خو څوک خور او لور زده کړو ته نه پریږدي، ډېر کم خلک پرې تر شپږمه زده کړې کوي، پاتې نجونې چې کله له دولسم څخه فارغې شي، نو بیا د بل کور شي، تعلیم ترې پاتې شي، او زرګونه ارمانونه د میړه په کور کې دفن کړي. تر هغې ټولنه پرمختګ نشي کولای، چې ښځینه او نارینه دواړه یو شان تعلیم ونه کړي، د نارینه په پرتله د ښځېنه په تعلیم ټولنه ژر پرمختګ کوي.

تحصیل لرونکې مېرمن پوهیږي چې خپل بچی څنګه وروزي، مور ډېر عمر د خپلو بچو سره تېروي، پلار تر ډېره بهرنۍ چارې پرمخ وړي.
که په لور او خور وظیفه نه کوئ، مه یې کوئ، خو د تعلبم حق ترې مه اخلئ، په ژوندونې یې مه وژنئ، چې سبا ته وکولای شي، دې نړۍ ته یو متمدن نسل وړاندې کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ