راټولوونکې: مريم صديقي
د بدر منیر نوم د یوه فلمي اتل په توګه د پښتنو په نسلونو، نسلونو کې د خلکو په ذهنونو کې کښل شوی دى. بدر منیر یو دروېش صفته او د پښتو فلمونو پیاوړی اداکار و، چې په کال ۱۹۴۰ م کې په شاه ګرام کې وزېږېد. په کال ۲۰۰۸م کې په لاهور کې د ۷۰ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
بدر منیر په ۱۹۶۰م کې د سینما کارکوونکي په خپله ریکشا کې وړل ـ راوړل، کله چې په کال ۱۹۶۷م کې بدر منیر د پښتو لومړني جوړیدونکي فلم یوسف خان شیربانو کې د مرکزي څېرې/ هیرو په توګه کار وکړ، نو د بدر منیر اداکارۍ پښتنو ته دومره خوند ورکړ، چې پښتانه به له هغه پرته بل څوک په فلم کې د هیرو په توګه نه مانه.
د بدر منیر مشهور فلمونه په لاندې ډول دي:
خان، علاقه غیر، دهقان، اوربل، آدم خان او شیرینۍ، عجب خان افریدی ، سلطان، ناوې د یوې شپې، د ځنګل بادشاه ، د خیبر زلمي او ګڼ شمېر نور فلمونه.
د بدر منیر وروستی فلم په ۲۰۰۵م کې د (زما پاګل جانانه) په نوم وه.د بدر منیر نږدې ملګری او ورسره په فلمونو کې مشهور ستوری آصف خان وایي، چې بدر منیر په پېړيو ـ پېړیو یوه نه تکراریدونکى فلمي اتل و.بدر منیر پښتو سېنما ته څه باندې ۴۰ کاله کار وکړ. چې په دې موده کې څه باندې اووه سوه فلمونه یې جوړ کړل.
که څه هم پښتانه په عام ډول سېنما او په ځانګړي ډول هغو فلمونو ته چې د دوی په نظر کلتوري پولو ته یې پکې پوره درناوی نه وي شوی، په ښه سترګه نه ګوري. او د همدې امله د بدر منیر فلمونه پښتنو غندلي هم دي. سره له دې چې اوس په فلمي نړۍ کې ډېر اداکاران راغلي، خو د پښتنو په زړونو کې د بدر منیر تشه چا نه ده ډکه کړې.