۹۱ سانتي قد لرونکي سړي له ۱۶۳ قد لرونکې مېرمنه سره واده وکړ!

ژباړه: حماد هلال

د یو ټیټ قدي بریتانوي سړي واده له يوې لوړ قدې استادې سره ترسره شو، دا ځوان له یو متر کم قد لري.

د دې لوړې قدې مېرمنې واده د ټيټ قدي سړي سره د هغه د بریاوو په اساس و. اوس د پانتومیم جمیز د ۹۱ سانتي قد لرلو سره د ۱۶۳ قد لرونکې مېرمنې سره په واده کولو د خبرونو سره ټکي شو. د دواړو د واده مراسم د بریتانیا ولز په شمال کې د ساحل ترڅنګ نیول شوي و.

۲۹ کلن ټيټ قدي سړي له واده کولو وروسته د خپل هنرې فعالیتونو په دوام وکولی شول، چې د بریتانیا ښاري شورا غړيتوب هم ترلاسه کړي، دا لومړنی ټیټ قدی دی چې د یادې شورا غړيتوب ترلاسه کوي. هغه زیاته کړې، چې د واده په  کولو سره یې د خپلو  موخو لاسته راوړلو لپاره لا انرژي ترلاسه کړې.

جیمز وايي: ظاهره بڼه به مې هيڅ کله زما لپاره د خجالت احساس پیدا نکړي؛ بلکې زما لپاره به خجالت هغه وخت وي، چې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره مې هڅه نه وي کړي.  هغه دیسپلازي په نامه دیو ژینتکي ناروغۍ سره دنیا ته راغی، خو اجازه یې ورنکړه چې دا ناروغي د هغه د بریا مخه ونیسي. د هغه مور او پلار دواړه متوسط قد لري خو هغه او ورور یې په دې ناروغۍ اخته دي.

 

وروستي مطالب