اپریل 19, 2021

د جمعیت پرسر جګړه؛ عطا وايي مشر شوم، صلاح الدین وايي، اعتبار نه لري، هغوی شړل شوي

د جمعیت اسلامي د مشرۍ پر سر جنجال پرون تر یوې لنډې جګړې هم ورسید.

پرون هغه مهال چې د عطا محمد نور په مشرۍ یوې ډلې د جمعیت ګوند د مشرۍ په نوم ټاکنې کولې، ناڅاپه په هوټل کې ‌ډزې پيل شوې، چې ویل کیږي دا ډزې د صلاح الدین رباني اړوند کسانو کړي.

ویل شوي چې په دې ډزو کې درې تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي. افغان امنیتي ادارو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

که څه هم د ډزو له امله غونډه یو څه وځنډیده، خو د عطا له لورې د انتخاباتو د کولو مخه ونه نیول شوه. بلاخره رایه اچونه وشوه چې د رایو په غوڅ اکثریت یې، نوموړی د ګوند د مشر په توګه معرفي کړ.

د صلاح الدین غبرګون

صلاح الدین رباني چې د خپل پلار برهان الدین رباني او ددې ګوند د موسس له مرګ وروسته یې دا چوکۍ اشغال کړې وه، وايي، اوس هم د ګوند مشر دی او د عطا په شمول ټول کسان یې له ګوند لرې کړي دي.

هغه ویلي پرونۍ انتخابات اعتبار نه لري او نه یې هم منلو ته تیار دي.

رباني زیاته کړې چې پرونۍ ناسته ددوی له لورې رد شوې او وبه نه منل شي. ورسره په خوا کې یې د رباني مرستیال ضیا مسعود هم ورته خبره کړې او ویلي یې دي چې پرونۍ ټاکنه کوم باور نه لري.

څو میاشتنی جنجال

د عطا محمد نور او صلاح الدین رباني له لورې له اتو میاشتو راهیسې د جمعیت اسلامي ګوند د مشرۍ پر سر جنجال روان و، چې په کې یو بل موازي مشر هم اعلان شو.

که څه هم تر اوسه دواړه لوري یو بل ردوي، خو ښکاري چې د عطا نور تله په درندیدو ده او ښکاري چې لوبه د هغه په ګټه تمامه شوه.

پروني برید ته د عطا غبرګون

عطا محمد نور پروني برید ته په غبرګون کې چې ددې د ناستې پرمهال وشو، ویل شوي چې دا کار یې سیاسي مخالفینو کړی دی چې ښايي هدف یې د صلاح الدین رباني ډله وي.

نوموړي دا برید له ترهګریز برید هم بدل هغه ګڼلی دی.

وبه لیدل شي چې بلاخره یوه بل جوړجاړي سره رسیږي، که دا ګوند په دوو مشریو کې جلا جلا دوام کوي.