هغه کلیمې چې تاسو دروغجن ښيي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: حماد هلال

د دروغو ویلو نښې په خلکو کې بېلابېلې وي، خو ډېری دروغ ویوونکي خلک یو ډول جملې او کلیمې کاروي او د دې جملو په نظر کې نیولو سره د دروغجنو خلکو پېژندل اسانه کېږي.

هغه عبارتونه چې تاسو دروغجن او بې باروه ښايي!

د ډېر وخت لپاره دروغ ویل شخصي او کاري اړیکې خرابوي که چېرته ستاسو د چاپيریال خلکو پاملرنه دې ته واوړي، چې تاسو دروغجن یاست، په تاسو به باور ونکړي. نو په دې اساس کومې جملې او کلیمې چې موږ په دې لیکنه کې راوړي، دا ښايي چې تاسو دروغجن او بې باور یاست، نو له دې څخه ګټه مه اخلئ، ځکه تاسو بیا نشئ کولی چې هغه په رښتیا ویلو سره هم جبران کړئ.

۱ – رښتیا وایم

دروغجن خلک اکثره د دې جملې په کارولو( رښتیا وایم) یا (صادق یم) غواړې ځان داسې وښايي چې اوریدونکي په هغه باور وکړي. هڅه وکړئ چې دا جملې ونه کاروئ او هغو خلکو ته هم فکر ساتئ  چې دا جمله کاروي، ځکه دوی ډېری وخت دروغ وایي.

۲ – تر هغه ځایه چې زه پوهېږم

دا جمله کولی شي، هغه وخت وکارول شي، چې تاسو د خپلې خبرې کره والي لپاره دا ووایاست، خو امکان لري ستاسو مخاطبین داسې فکر وکړي، چې د خپلو غلطو خبرو څخه د تیښې لارې پیدا کولو لپاره یې دا جمله وکاروله. هڅه وکړئ، تر هغه ځایه چې کولی شئ، په هغه څه چې پوهېږئ او باور لرئ سم دي، په وضاحت یې بیان کړئ.

۳ – بارو وکه

دروغجن خلک هر وخت ټینګار کوي، چې نور یې په خبرو باور وکړي، نو په دې اساس دا جمله هیڅ کله هم مه کاروئ.

۴ – تر هغه ځایه چې زه په یاد لرم

که دا جمله کاروئ، د دې تمه ولرئ چې خلک به تاسو د دروغجن فکر وکړي.

۵ – ما هېڅکله نه دي کړي

تا هغه پیسې پټې کړي؟

زه به هیڅ کله هغه پيسې وانخلم چې ما پورې اړه ونلري. یو ټاکلی ځواب ستاسو راتلوونکي چلند ته اشاره کوي ، نه هغه څه چې تاسو په تېر کې ترسره کړي ، او دا د درواغ نښه ده.

۶ – واقیعت دا دی چې

ډیری خلک دروغ ویل نه خوښوي ، نو دوی دا ډول جملې کاروي ترڅو موضوع بدله کړي. دا کار ترسره کړئ او وګورئ چې نور خلک دا کار د بې باورۍ نښه ګڼي.

۷ – حقیقت دا دی

کله چې ځيني خلک غواړي هغه څه ووايي، چې اوریدل یې سخت وي، له دې جملو څخه ګټه اخلي لکه د (صادقانه) کلیمه، امکان لري مخاطب فکر وکړي، چې تاسو غواړئ هغه دوکه کړئ.

۸ – ایا زما په خبره باور کوې؟

دروغجن خلک ډېری وخت دا پوښتنه کوي او هغه خلک چې رښتیا وايي فکر کوي، زه چې څه وایم نور پرې باور کوي.

۹ – څه ؟

څه؟ دا کلیمه مخاطب پوه کوي، چې هغه د ځواب ورکولو څخه عاجز دی او دروغ وایي.

۱۰ – د یو ټکي ځواب

هغه خلک چې دروغ وایي، ډېری وخت لنډ ځوابونه ورکوي، ترڅو په ستونزو د ښکېلېدو مخه ونیسي.

۱۱ – که رښتیا ووایم

داسې جملې ( اجازه راکړئ، چې تاسو سره رښتینی شم) د اوریدونکي په ذهن کې دا اغېز پرېږدي، هغه څه چې یې تراوسه اوریدلي دروغ وو.

۱۲ – کولی شې واضح ووایې

امکان ولري د ښه درک لپاره په رښتیا هم د نورو جزئیاتو اوریدو ته اړتیا ولرې، خو دا داسې جملو کارول ( څه؟) دا بارو مخاطب ته انتقالوي، چې تاسو د ځواب ورکولو څخه ناتوان یئ.

۱۳ – څنګه کولی شې، په ما شک وکړې

ډېری وختونه دروغجن خلک هغه وخت چې تاسو غواړئ هغوی بند کړئ، ځان ته دفاعي و یرغلیز حالت غوره کوي او په غوسه دا جمله وایي. که څوک حقیقت وایي هغه هیڅ کله هم نه خفه کېږي.

۱۴ – د “زه” کلمې له کارولو ډډه

دروغجن خلک هڅه کوي، چې په جملو کې د ځان ښکیل کولو څخه ډډه وکړي او موضوع د دریم کس له خولې څخه بیانه وي. د مثال په ډول، ګل دانۍ ماته شوې. د دې په ځای چې ووايي ګل دانۍ مې ماته کړې.

۱۵ – د سوال تکرار

کله چې یو شخص له تا څخه پوښتنه کوي او ته یې د ځواب په وخت کې بیا تکراره وې، ممکن تاسو ځان په سم اوریدو ډاډه کړئ، امکان لري مخاطب فکر وکړي، چې تاسو غواړئ د هغه وخت بې ځایه مصرف کړئ، نو په دې اساس که سم مو نه وي اوریدلي په واضح ډول د تکرار غوښتنه وکړئ.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.