اپریل 20, 2021

بشرحقونوسازمان: د سولې په وروستیو کې خبرو کې د ښځو په کم رنګه ګډون اندیښمن یوو

د بشري حقونو څار سازمان نن په یوه بیان کې د سولې په وروستیو ناستو کې د افغان فعالو میرمنو په کم رنګه شتون اندیښنه څرګنده کړې ده.

دا اندیښنه داسې مهال ښودل شوې چې چې ټاکل شوې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د اپریل په میاشت کې په استانبول کې د افغانستان د سولې په هکله یوه مهمه ناسته ترسره شي.

د بشر د حقوقو د څار سازمان ویلي، په مسکو کې د تیرې اونۍ غونډې په څېر به دواړو خواوو کې د ميرمنو شتون بيا کمرنګه وي.

تیره اونۍ په مسکو کې د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه ناسته کې ، یوازې یوه میرمن ، “حبیبه سرابي” ګډون درلود، چې دا ميرمن هم د حکومت په څلور کسيزه برخه کې وه. ، او د طالبانو په لس کسيزه ډله کې هېڅ میرمنې غړیتوب نه درلود.

“هتر بار” د بشر د حقوقو د څار سازمان د ميرمنو د حقوقو د څانګې مشر ویلي، په دې اړه به غلي پاتې نه شي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د ١٣٢٥ پريکړه ليک له مخې؛ “د سولې او امنیت لپاره په ټولو هڅو کې د ښځو برابر او بشپړ ګډون حتمي دى”

د افغانستان د سولې د کمیسیون ویاند “نادر نادري” په يو ټویټ کې ويلي وو، چې د مسکو غونډې میلمانه د کوربه لخوا ټاکل شوي او بلل شوي وو.

طالبانو تر اوسه هیڅ ناسته کې ښځو ته د ګډون برخه نه ده ورکړې، او د بشر حقونو وروستۍ اندیښنې ته یې هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

 

وروستي مطالب