لیکنه او راټولونه:
تر هر څه وړاندې ژبه د اړیکو د جوړولو وسیله ده او په ادبیاتو کې د اړیکو د ټینګولو لپاره تر ټولو اړینه وسیله ژبه ده.
د ژبې او ادبیاتو ترمینځ یوه نه شلېدونکې اړیکه شتون لري او په حقیقت کې د ادبیاتو تر ټولو اړین توکی ژبه ده. همداسې چې د نقاشۍ لپاره رنګ ته اړتيا ده د ادبیاتو لپاره ژبې ته اړتيا ده. خو ژبه او ادبیات ځینې توپیرونه هم لري چې په دغې لیکنه کې مو په دې اړه اړین معلومات راټول کړي دي او غواړو چې د ژبې او ادبياتو ترمینځ د اساسي توپیرونو په اړه معلومات وړاندې کړو.
لومړی: په ژبه کې ويونکی په خپلو خبرو کې خپل مقابل لوري ته پیغام لېږدوي او د پیغام اخیستونکی د اړیکو زمينې او تجربې ته په کتو پیغام ترلاسه کوي. خو په ادبیاتو کې ويونکی خپل مقابل لوري ته داسې پیغام لېږدوي چې مقابل لوری فکر کولو ته هڅوي.
دویم: د ادبیاتو د رامنځته کولو لپاره وسیلو ته اړتیا ده. خو ژبه د څېزونو، وګړو، کړنو او احساساتو ترمینځ اړیکه ده او په خپله اړیکي ټینګوي.
درېیم: په یوه ادبي اثر باندې د پوهېدو لپاره د زړونو اړیکې ته اړتیا ده. د زړونو د اړیکې د پېژندلو لپاره باید د ښایست توکي وپېژنو او د همدغو توکو په واسطه خپل پیغام ولېږدوو. خو ژبه بیا د ښایست کوم توکي ته اړتیا نه لري او هر څوک په ډېرې اسانۍ سره ورباندې پوهېږو. کله چې یو څوک په خپلو خبرو کې د شپې د اوږد والي په اړه خبرې کوي پوهېدل یې ډېر اسانه دي خو کله چې بیا څوک د شپې اوږدوالی په شعر کې بیانوي پوهېدل یې ډېر ستونزمن دي.
څلورم: ادبیات معمولاً تخیلي نړۍ ته اشاره کوي ان تر دې چې کله يوه واقعي کیسه د ادبیاتو په ژبه لیکل کېږي لیکوال له داسې الفاظو څخه ګټه اخلي چې داستان تر ډېره تخیلي ښکاري. نو له همدې امله د ادبیاتو تخلیق لوړ فکر او هوښ ته اړتیا لري. خو په ژبه کې تخیلي نړۍ شتون نه لري او کله چې یو څوک په ژبه يوه کيسه بيانوي داستان واقعی ښکاري او دا ډول کیسې چې د ژبې په واسطه بیانیږي لوړ فکر او هوښ ته اړتیا نه لري.
نو له همدې امله په ادبیاتو کې داسې خبرې جوړېږي چې اصلا په واقعي نړۍ کې هېڅ شتون نه لري. ځکه چې ادبیات تر ډېره له واقعي نړۍ سره هغومره اړیکه نه لري.
پینځم: په ژبه کې یو متن په ډېرې اسانۍ سره ژباړلی شو خو یو ادبي متن هېڅکله په اسانۍ سره نه شو ژباړلی ځکه چې له ژباړې سره د ادبي اثر هغه لومړنی خوند له مینځه ځي. ان کله کله دغه ژباړه ناشونې کېږي او مونږ نه شو کولای چې ادبي اثر وژباړو.
نو په پای کې موږ د ادبیاتو او ژبې ترمینځ عمومي توپیر داسې کولای شو چې ادبیات له تخیلي نړۍ سره تړاو لري، له همدې تخیلي نړۍ څخه بحث کوي او هر څوک په اسانۍ سره په ادبیاتو نه پوهېږي، خو ژبه له واقعي نړۍ سره تړاو لري، له همدې واقعي نړۍ څخه بحث کوي او هر څوک ورباندې په ډېرې اسانۍ سره پوهېږي.