هغه کسان چې کتاب نه لولي

ژباړه: ملیحه ناصري
د هغو کسانو دېرش ځانګړنې چې کتاب نه لولي او مطالعه نه کوي:
۱- ډېر ژر له تبلیغاتو او بېځایه انګازو اغېزمنېږي؛
۲- تکراري خبرې کوي؛
۳- د وییونو (لغتونو) پانګه یې محدوده وي؛
۴- ځان نه پېژني؛
۵- ډېر بااحساسه ژوند کوي؛
۶- د ذهن د استدلال برخه یې رخصت/ ویده وي؛
۷- د پوپولیستېدو وړتیا پیدا کوي؛
۸- عقلي ځواک یې پالل شوی نه وي؛
۹- کومې خبرې چې کوي سمې یې کنټرولولی نه شي؛
۱۰- بل ته غوږ نېول نه زده کوي؛
۱۱- د انګازو او شایعاتو منلو ته جوګه وي؛
۱۲- د خلکو د تفاوت ارزښت نه شي موندلی؛
۱۳- ماغزه یې سلفېټي (سلفېټ: د اسید سلفوریک مالګه او ترکیبونه یې دي چې ډېری جامده بڼه لري/ ژباړنه) حالت پیدا کوي؛
۱۴- د زده‌کړې وړتیا یې کمېږي؛
۱۵- د ژوند اړوند فکر کولو وخت بایلي؛
۱۶- د (نیوکې) له کلمې سره پردي وي؛
۱۷- د ځواکمنۍ د تداوم وختونه لټوي؛
۱۸- خبرې کوي، خو نه یې ژووي؛
۱۹- خپلې ګټې ډېرې ښې پېژني؛
۲۰- د مشورې/ جرګې له کلمې سره نااشنا دي؛
۲۱- واکمنۍ/ حکومتونه خوشحالوي؛
۲۲- په یوه هېواد کې د ګوندونو د نه منځته‌راتګ لامل وي؛
۲۳- ژر غوسه کېږي؛
۲۴- د خپل ځان/ خلکو د ښاریتوب له حقونو ناخبره وي؛
۲۵- د شخصیت رغولو او روزلو د اړتیا حس نه لري؛
۲۶- په هر ځای/ هر څيز کې نظر ورکوي؛
۲۷- پر نورو کسانو ډېر اسانه، نومونه/ لقبونه ږدي؛
۲۸- د توهم (شک/ ګومان) او ناتوهم ترمنځ توپیر باندې نه پوهېږي؛
۲۹- ژوند له انساني غریزو پرته بل ډول نه تعریفوي؛
۳۰- نه پوهېږي چې ناپوهي څه ته وايي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ