خود غرضه، خو بې غرضه ووسئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 

ځینې خبرې په تکرار ارزي.

  • ژوند مه تیروئ ؛ بلکې ژوند کول زده او ورسره ځانونه عیار کړئ!

  • اورئ مه؛ بلکې غوږ کیږدئ (نیسئ) .

*خود غرضه، خو بې غرضه ووسئ.

  • جرائت زده کړئ، با جرائته ووسئ، خو د دې جرائت وا حق ځانته مه ورکوئ، چې له چا شخصي پوښتنې وکړئ، مثلاً؛ څو کلن/کلنه یاست، واده مو کړی، که مو نه دی کړی، ولې؟ یا هم کله به یې کوی؟

_ وظیفه مو چېرته څنګه او څومره معاش درکوي؟

چېرته تللې وی، چېرته روان یاست، له کومه ځایه راغلی، د چا زنګ و درته، یا هم څه یې درته ویل؟

  • خلکو ته ځان مه معرفي کوئ، چې څوک، څه کاره، څومره پوهه لر؟ بلکې په خلکو ځان وپېژنئ، پریږدئ، چې ستاسو علم، پوهه، او وړتیا چیغې ووهي او په خلکو مو وپېژنې!

  • ځان ته د دې حق مه ورکوئ، چې پرته له اجازې، د چا په غم ښادۍ پروګرامونو کې عکاسي، ویډیو یا انځورونه وباسئ… که چا درباندې باور هم وکړ، پرته له اجازې یې بل چاته مه ښکاره کوئ او په سوشل میډیاوو  یې هم مه شریکوئ.

ـ د دولتي ادارو، سازمانو او ودانیو ویډیو او انځورونه هم مه باسئ، مه هم ورسره نږدي سیلیفې وغیره اخلئ، دا کړنه مو ناقانوني او جرم دی. که څه هم له قانونه ناخبري عذر نه دی، امکان لري، چې په کومه بده بلا ځان یا اداره واړوئ.

  • که په لاره کې هر څومره ګڼه ګوڼه او ستاسو هر څو بیړه وه، بې لاسه ډرایوری او تېز رفتار نه ډډه وکړئ … د یوې لحظې ناسم تصمیم مو د پوره ژوند د پښېمانۍ سبب جوړېدلای شي.

  • د چا زنګ، مسج او داسې نورو ته ځواب مه ورکوئ، ولو که د کورنۍ غړی مو لکه، خور، لور مور، ورور، پلار او … هم وي

که دوی یې بده نه ګڼي، ممکن مقابل لوري ته سوء تفاهم پیدا او خوابدی شي یا یې هم بده وګڼي.

  • له ځانه فساد خپروونکي مه جوړوئ؛ د خلکو کورونو ته لکه ړانده ننوځئ او لکه ګونګيان ترې بېرته راووځئ.

(حدیث ژباړه)

  • که چاکره مېلمانه وئ، د ناستي ځای پخپله مه ټاکئ، بخصوص که نارینه یاست؛ پرېږدئ، چې کوربه مو د ناستي ځای ته رهنمایي کړي، ښایي تاسي داسې ځای کینئ، چې د کور میرمنې یا بل د کور محرم ځای ځنې ښکاره شي، چې مناسب نه وي او کوربانه درسره په تکلیف وي.

  • د خلکو په اړه قضاوت کول پرېږدئ؛ تاسې ته څه معلومه ده، چې څوک په خپل باطن کې په څه ډول جګړه اخته دی.

(ژباړه)

  • کله چې یو کار چا کولو، داسې ورته مه وایه چې ته راکړه ته یې نشي کولای زه یې وکړم …

کله چې هغه پرې برلاسی نشو، ویې نکړای شو بیا ورته ووایه؛ “ته راکړه زه پرې خپل کوښښ (خواري) وکړم ښایي وشي، اګر که ته یې په کولو ۱۰۰% مطمئن هم وې!

* که استاد/ده یاست، له ځانونو معتصب مه جوړوئ؛

د محصلینو تر مخه د شخصي او دولتي پوهنتونونو د بدتری او بهتری بحث مه کوئ، په انفرادي استعدادونو او محصلینو په فردي هڅوونو کار وکړئ. پوښتنې کول بد مه ګڼئ او شاګردانو سره پرې عقدې مه پالئ، پدې ګومان چې ګوندي تاسي سره مو شاګرد یا قصد لري او یا یې د توهینولو له مخې پوښتلي یاست…ګني شاګردان به مو نه تنها د پوښتلو جرائت له لاسه ورکړي، بلکې تنبل به یې وروزئ، چې د شاګرد ناکامي پخپله د استاد ناکامي ده او د استاد ناکامي د ټولنې.. هره دویمه و درېيمه خبره کې د امتحان ذکر مه په تاکیدي ډول کوئ او مه په تهدیدي ډول.

داسې ځوانان ټولنې ته وړاندې کړئ، چې شل/ ړانده درته راشي او په خپلو پښو لاړ او نړۍ وګوري، هر ځای تاسي ته دعا وکړي او په افتخار ووایې، چې زما د هڅو تر شا زما د معنوي پلار/مور فلانۍ لاس دی.

* که لوستي یا زده کوونکي یاست:

همېش قلم په جېب کې ګرځوئ، که زده‌کړیال یاست، پرته له قلم او کتابچې ټولګې ته مه ځئ، ولو که درس اسانه هم وي یاداشت اخلئ. یاداشت اخیستل لکه دوه ځلې د درس ویل.

همدا راز د قلم سرپوخ هېڅکله مه ورکوئ، سره له دې چې بې سلېقي ښکارئ، که یو قلم هر څومره لوړ قیمت لرونکی وي، خو چې بې سرپوخ وي، بې ارزښته وي. او د قلم په ارزښت باید پوه شو.

ـ که چېرته یو چا درڅخه د قلم غوښتنه وکړه پدې نیت چې امضاء کوم یا نوټ اخلم او بېرته درکوم، نو پدې صورت کې سرپوخ له ځانه سره ستون کړئ، دا په دې معنا چې تاسي یې په تمه یاست او ورته مو ډالۍ کړی نه دی.

  • د چا د اجازې پرته د هغه/ هغې مبایل نمبر، ایمیل واسټاپ، وایبر او… کور ادرس بل چاته مه ورکوئ!

د هویت، شخصیت، مدنیت، انځور او … په هکله معلومات همدا رنګه.

ولو که په حُسن نیت هم وي؛ یو څوک به ضرور د چا ښه دوست وي، خو یو څوک هغه خصوصي معلومات چې له تاسي سره یې شریک کړي وي، ښایي له بل ښه دوست سره شریکول یې مناسب نه وي ګڼلي.

نو له خامېدو بهتره ده، چې لنډ ځواب ورکړئ: “معلومات نه لرم ، نه پوهېږم یا نه یم ځنې خبر.

یادونه؛

که په عاجل، ضرورت یا بیړنې حالت کې یو چا درڅخه د بل چا په اړه یاد معلومات وغوښتل بیا هم د فرض او د بل حق ګڼلو مخکې یو ځل ضرور د اصلي مالک څخه پوښتنه وکړئ، چې فلان/نۍ ستا په هکله دغه معلومات راځنې غوښتي ورکړم او که نه؟! د ځواب تر لاسه کولو وروسته بیا ځانته د بل د شخصي حریم د معلوماتو ورکولو حق ورکړئ!

دژوندادابنزاکتونهدحقونوخوندیتوبامنتدارياخلاق