قبا، د حضرت محمد ص په مبارکو لاسونو لومړنی جوړ شوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د (قبا) مسجد د اسلامي نړۍ لومړنی مسجد دی، چې د مدینې منورې له ښاره شپږ کیلومتره لرې د قبا په کلي کې جوړ شوی دی.

د دې مسجد د بنسټ ډبره د حضرت محمد (ص) په لاس اېښودل شوې ده. د هجرت په لومړي کال کله چې حضرت محمد (ص) د مدینې منورې ښار ته ننوت، د خلکو په غوښتنه یې د دې مسجد د بنسټ ډبره کېښوده او په خپلو مبارکو لاسونو یې د دې مسجد په دېوالونو کې خښتې ولګولې. له هغه وروسته د دې مسجد د پراخوالي لپاره د حضرت عثمان (ض) پر وخت خلک لاس په کار شول او د مسجد ډېری برخې یې ورغولې او پراخې یې کړې.
په ۱۴۰۵هجري قمري کال کې د مسجد ګنبدې او منارې ورغول شوې. د (قبا) مسجد څلور منارې او شپږ لویې ګنبدې لري.
د منارو لوړوالی یې تر ۴۸ مترو پورې او د ګنبدو قطر یې تر ۱۲ مترو مربع پورې رسېږي. د توبې سورت په ۱۰۸ آیت کې د (قبا) د مسجد د عظمت یادونه هم شوې ده.
حضرت محمد (ص) فرمایي هر څوک چې په خپل کور کې اودس وکړي او له هغه ورسته په قبا مسجد کې لمونځ ادا کړي د یوې عمرې ثواب یې ګټلی دی.
جوماتونه د مسلمانانو لپاره تر ټولو پاک، مقدس او احترام وړ ځایونه دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي