اپریل 17, 2021

د زده‌کړو لپاره هېڅکله ناوخته نه دی

ژباړه: نسيمه محمدي

څلور اويا کلنې پټ اورموند، د ډېسامبر مياشتي په لومړيو کې د خپلې ٢٢ کلنې لمسۍ ترڅنګ، په چاټانوګا کې د تنسي پوهنتون څخه فارغه شوه.
نوموړې ٤٢ کاله وړاندې د انسان پېژندنې په برخه کې لېسانس اخيستى وو، او زيات کلونه يې د مالي مديرې په توګه دنده ترسره کوله، ترڅو چې له تقاعد وروسته پرېکړه وکړه د زده‌کړو د دوام لپاره پوهنتون ته لاړه شي.
مېرمن اورموند، هيله څرګنده کړه چې د زده کړيالانو لپاره بېلګه اوسي، چې په هر سني پړاوو کې کولاى شي د پوهنتون سند واخلي.
مېرمن پټ، اوسمهال د تاريخ برخې د لېسانس دورې په زده‌کړو بوخته ده. لمسۍ يې، ملودي، لېواله ده چې د باليني ارواهپوهنې په برخه کې لېسانس واخلي.
ملودي وويل:

“زه تل پوهېدم چې له پوهنتون څخه فارغېږم، خو هېڅکله مې ذهن ته نه راتلل چې انا به مې هم هلته اوسي.”

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي