ژباړه: عصمت الله صالح
ډېری کسان پر دې باور دي چې لیکوالي او ښه لیکل یو ځانګړی استعداد دی، چې یوازې ځینې کسان ترې برخمن دي. دا ډله تصور کوي چې انسانان په دوه ډوله دي:
یو هغه کسان دي چې په لیکوالۍ کې ماهر او په ناپامۍ سره وخت ناوخت هم ښه لیکل کولای شي او دویم ډول بیا هغه کسان دي چې همېشه د لیکلو هڅه کوي، خو بیا هم تل له خپلې لیکنې زړهتوري او سخت ناهیلي وي.
مګر دا نظر چندانې سم نه دی، او تاسو هم پرې باور مه کوئ. لیکل اصلاً یو هنر دی چې پر تفکر او الهام ولاړ دی او موږ ټول پر دې توانېږو چې ښه لیکل وکړای شو.
په نوې نړۍ کې د ژوند ډېر فعالیتونه د ټولنیزو رسنیو تر اغېز لاندې دي او دا رسنۍ مو په ژوند کې مهم رول لري. نو دا چې موږ هم په دې نړۍ کې ښه ځلېدلي وو او د یوه کار لپاره بریالي نظریات تبادله کړای شو، باید چې ښې لیکنې وکړو او خپرې یې کړو.
هر کس دا توانايي لري چې خپل ساده لیکل هم د لوستونکو لپاره په الهامبښوونکو او جذابو لیکنو تبدیل کړي. په لومړي قدم کې یو مناسب ذهني حالت مهم دی.
دلته د لیکوالۍ ځینې اصول وړاندې شوي چې د مناسب ذهني حالت او د لیکوالۍ د پیل لپاره ګټور واقع کېدای شي.
لیکل یوازې په یوه طریقه نه کېږي
کټ مټ لکه څنګه چې ماشومروزنه یوه طریقه نه لري، په همدې ډول هڅه وکړئ چې د لیکوالۍ لپاره یو ځانګړی انداز او سبک پیدا کړئ او لیکل پیل کړئ.
زموږ کلمې زموږ استازې دي
زموږ کلمې دي چې موږ له نورو سره آشنا کوي، ځکه نو باید د خپلو کلمو ماناوو ته دقیق و اوسو او په ډېر غور یې استعمال کړو، خو د دې تر څنګ باید دېته هم پام وکړو چې د لیکوالۍ لپاره مناسبې کلمې په ځانګړو موقعیتونو کې موندلای شو. (مثلاً د سیاحت پر مهال، د یوې خاصې مشاهدې یا مطالعې پر مهال مناسبې او له ښو ماناوو ډکې کلمې موندلای شو. [ژباړن])
لیکوالي ساده وسیله نه ده
لیکوالي د پياوړتیا وسیله ده، چې تاسو پرې پياوړي شئ، خو چې خورا اغېزناکې جملې پکې وکاروئ. پر دې اساس نو د لیکوالۍ ځواک عادي مه ګڼئ او کوښښ وکړئ چې وخت ناوخت یې د پياوړتیا په اړه غَور وکړئ، چې په نننۍ نړۍ کې له پياوړو کسانو څخه شئ.
یو ښه لیکوال کېدل د جوړونکي په مانا دی
په ساده توګه، د یوه ښه لیکوال کېدلو راز همدا دی چې ښه لیکل وکړئ. یوازې پرلهپسې لیکل دي چې ښه او پر مسایلو پوه لیکوال در څخه جوړوي. ځکه نو پکار ده چې هر وخت او په هره موقع کې لیکوالۍ ته وخت ورکړئ.
د صحیح لیکلو لپاره د اصولو مراعتول او زغم لرل
د ښې لیکوالۍ لپاره ضروري ده چې د صحیح لیکلو د زدهکړې پر مهال بشپړ زغم ولرئ. (یانې ځینې کسان چې لومړی ځل یو څه ولیکي او بیا یې د سترو لیکوالو له لیکنو سره پرتله کړي، نو ناهیلی شي او فکر کوي چې یره زه به هېڅکله هم ښه لیکل ونه کولای شم، چې دا یو ډول تېروتنه ده، او تېروتنه یې ځکه بللی شو، چې دغه کس (مبتدي لیکوال) د لیکوالۍ د پيل پر مهال زغم نه لري او په یوه ورځ غواړي چې خپل نوم د سترو لیکوالو په نوملړ کې وویني. [ژباړن])
ساده لیکل
هېڅ کس په دې خاطر ملامت نه دی چې مفاهیم او موضوعات په ساده کلماتو تر لوستونکي ورسوي. ځکه نو پکار همدا ده چې ساده لیکل وکړئ او خپل پيغامونه په واضح او ساده طریقه په لوستونکو ولولئ.
د سولېدلو کلمو استعمال
کوښښ وکړئ چې په لیکنه کې ډېرې کلیشهيي (سولېدلې) کلمې او توري استعمال نه کړئ، خو که چېرته بیا هم اړ شوئ چې استعمال یې کړئ، نو هڅه وکړئ چې لږ یې استعمال کړئ. (هدف یې دا دی چې د لیکلو پر مهال د بل لیکوال سبک، الفاظ او… ډېر مه کاروئ، مانا ټکي په ټکي کاپي پېست مه کوئ او د پوهنتون چپټري استاد له ځانه مه جوړوئ. [ژباړن])