ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې کلتور او هنر لیکوالي مخکښان

څه دې اشنا هلته په زړه کې تېر شو

لیکنه: ملیحه ناصري

څه دې اشنا هلته په زړه کې تېر شو

دلته سینه کې درد، د زهرو ګوړه

اجمل خټک د خوشحال خټک کورنۍ ته منسوب بل شاعر او لیکوال دی. په ۱۹۲۵ز، په اپرېل کې، په اکوړه خټک کې زېږېدلی و. دی پخپله وايي چې اکوړه خټک د کابل سیند چې هلته پښتونخوا کې د لنډي دریاب په نامه یادېږي، پر غاړه یو ودان کلی دی. په درېیم ټولګي کې و چې د یتیمۍ څپېړه یې وخوړه او د پلار سیوری یې له سره لرې شو.

اجمل خټک د ادبي هڅو تر څنګ، سیاسي هڅې کړي او ښه پکې لوبېدلی و. نثر او نظم برخه کې اثار لري، کلام يې پر زړه پرېوځي او د ادبي ذوق د خړوب چینه ده.

انقلابي شاعري یې کړې او د (غیرت چیغه) اثر یې د همدغو انقلابي شعرونو ښه بېلګه ده.

شعر او نثر یې دواړه په ادبي ښکلاوو سمبال او له خورا ښکلاییز (سټټیکي) ذوق نه پکې کار اخیستل شوی دی. هم لفظي ښایستونه لري او هم معنوي. په شعر کې یې د خدايي خدمتګار نهضت موخې اومرامونه پکې راغلي دي.

دلته یې د شعر او نثر دواړو بېلګه راوړو

د لویو لویو قدرتونو ربه

یو تمنا ده اورېدی شې که نه

ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی لیدی شې که نه

ستا د سیلیو طوفانونو په مخ

یو اسویلی دی درلېږل یې غواړم

ستا د چپو چپو سیندونو په مخ

لېمه راډک شول څڅول یې غواړم

هسې نه چڼ د خولې ویستل کفر شي هسې نه تاتم ژړېدل کفر شي

ستا د جنت د نعمتونو نه ځار

زه درته وږی په جهان ژاړم

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دا لړمانان ژاړم

دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو

هلته شو ستا د دوزخونو خاشاک

دلته د دغو قصابانو خوراک

هلته د هغو ښامارانو خوراک

نه مو ځان تور کړو او نه سپین پاتې شوو

نه د دنیا شوو نه د دین پاتې شوو

ستا د سنګینو فیصلو نه قربان

ولې حیران یم کوم قانون ومنم

ته خو دې خپل قارون په ځمکې منډې

زه دې په سر باندې قارون ومنم

ستا په رضا زما رضا ده ربه

کاڼې هم نس پورې تړلی شمه

خو چې بل ښامار په خزانو ووینم

اخر انسان یم څنګه غلی شمه

راډک شو زړه ایسارولی نه شم

خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم

ستا د جنت په طمعه طمعه چې مري

د هغو وږو په سلګو مې قسم

په دې دوزخ کې یې نور نه شم لیدی

ستا د رضوان په منارو مې قسم

یا خو د ځمکې په دې ارته سینه

ماته خپل ژوند زما جنت راکړه

یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې

د  یوې چغې اجازت راکړه

چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم

یا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم

د نثر بېلګه یې

…زما په غاړه دا ټايي نه ده، دا زما د ډېرو وروڼو خویندو د شلېدو ګرېوانونو تارونه یې را یو ځای کړي او د دوښمن د پانسۍ د پاره یې را په غاړه کړي دي.

زما شونډې موسکۍ نه دي چې ښکاري، دا د هغو شهیدانو د غیرت ناکو تندو ځل ما پورې خاندي چا چې زما د پاره ځانونه قربان کړي دي او ما هغوی هېر کړي دي..، نو لېې مسافره! زه دروغ نه وایم…

اثار یې

د غیرت چغه، کچکول، باتور، دا زه پاګل نه وم، ژوند او فن، د وخت چغه، ګلونه تکلونه، ګل پرهر، د افغان ننګ، د ژوند چغه، پښتو او نورې افسانې.

د غیرت چغه یې هغه اثر و چې دی شهرت ته پرې ورسېد.

یادونه

د لا ډېرو مالوماتو لپاره (اوسني لیکوال او د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ) ته مراجعه کولی شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ