لیکنه: عبدالوهاب مومند
لیکوالي مشق او تمرین غواړي. هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید د اطلاعاتو د زېرمو ترڅنګ خپل د لیکلو مشق او تمرین هم دوامداره وساتي. لیکوالي لکه شاعري غوندې کومه فطري پدیده نه ده، بلکې لیکوالي د مسلک په توګه کسبي پدیده ګڼل کېږي او هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید خپل د لیکلو لړۍ په مشق او تمرین سره دوامداره وساتي.
همدارنګه د مشق او تمرین ترڅنګ د لیکوالۍ اصول او قواعد موږ سره مرسته کولی شي چې یوه ښه اکاډمیکه لیکنه ولیکو او په اصولو او قاعدې سره برابره لیکنه وي. استاد اسدالله غضنفر وایي: په لومړیو کې لیکوالي زښته ځېل غواړي خو ترڅنګ یې د لیکلو تسلسل هم باید په پام کې ونېول شي او موږ باید ورځنۍ لیکنه او لیک ولرو. چې دا مرسته کولی شي چې زموږ د لیکلو مشق پیاوړی شي.
خوشحال بابا هم په دستار نامه کې په دې عقیده دی چې لیکل او لیکوالي مشق او تمرین ته اړتیا لري. لکه: نیزه بازي او یا هم نورې لوبې چې تمرین ته اړتیا لري او په تمرین کولو باندې د لوبې هنر زده کوو، خو که همدا نیزه بازي د یو څو ورځو لپاره که تمرین نه کړو نو خامخا د لوبې هنر ورو ورو موږ هم هېروي. خو که په هر مسلک کې چې څومره مشق او تمرین وشي هغومره په ټاکلي مسلک باندې لاس بري کېږو او د مهارت هنر مو پیاوړی کېږي.
ایمل پسرلی خپل د کتاب «د کیسو کیسې کره کتنه» په یوه څنډه کې لیکي: (لیکل چې لیکل که هېر کړ نو لیکل موږ هم هېروي) د پسرلي له دې استدلال څخه داسې برېښي، چې د لیکوالي مسلک باید دوامداره وڅارل شي او د لیکلو هنر لپاره مشق او تمرین خورا اړین برېښي.