ادبیات روغه سټه ژوند بڼه کلتور او هنر لیکوالي

راځئ نه مرو! — عصمت الله صالح

لیکنه: عصمت صالح

که له ما څخه څوک وپوښتي چې سږ کال دې په لوستو کتابونو کې کوم ډېر خوښ شوي، ضرور به ورته وایم چې «راځئ نه مرو!» او «ځوان زخمي پاچا» بې له شکه چې نن سبا ډېر کتابونه لیکل کېږي؛ بېلابېل فکرونه را پښتو کېږي، مګر له لوستلو وروسته خورا لږ د ذوق وړ کېږي.

مګر ذوق لکه کټ مټ مایع، چې ژوند ته په کتو یې هېڅ ثابت شکل نه لیدل کېږي، مانا ژوند په ذهنونو کې په مختلفو رنګونو او انځورونو اړوي. مطلب دا نو په فرد پورې اړه لري چې په کوم ډول لوښي کې اچول او څه ډول شکل ورکول یې خوند ورکوي.

زه دلته پر ذوق نه غږېږم، بلکې اصلي هدف مې بل څه و، خو دا مسایل [نېکمرغ یې کړې] ټول له یو بل سره تړلي، یو چې سپړې، بل مخې ته درځي، همداسې انسان د ژوند عمق ته کوزوي.
نو خبره مې پر «راځئ نه مرو!» کوله. د دې کتاب اصلي نوم بل څه دی، خو په پښتو کې «راځئ نه مرو!» شوی. اوس د کتاب د ښه‌والي په اړه څه ووایم! ځکه زموږ ډېرې خبرې او د کره‌کتنې دېوالونه په ډېر سطحي ګرولو بېخي سولېدلي هم دي، اوس که څه ولیکو، ممکن تکرار وي.

خیر په هر صورت، زه د دې کتاب ښه‌والی یوازې په یوه جمله کې لیکم او بیا خپله جمله سپړم.

دا کتاب د هر انسان لپاره ګټور دی.

موږ چې کله د «ګټې» خبره کوو، سمدلاسه مو ذهن ته ډول ډول حالتونه راشي؛ البته چې دا هم د ژوند لوړو ژورو ته توپیر لري، مانا ځینې به له پیسو ډکې بوجۍ تصوروي؛ د ځینو په ذهن کې به لوړ موقف انځورېږي؛ ډېر به داسې هم راکې وي چې له شته طبعیته به پورته خېژي او…

دا کتاب همداسې یو څه وګڼئ؛ بس څه چې غواړې، د هماغه بڼې درباندې ګوري، او دا نو بیا په تا پورې اړه لري چې د ترلاسه‌کولو لپاره یې څه کوې او څومره کولی شې!…

د «راځئ نه مرو!» لیکوال یو ایرانی دی، او زموږ هېواد رفعت پښتو کړی، مګر موخه باید دا پلټنه نه وي چې چا لیکلی او چا را پښتو کړی، بلکې مهمه دا ده چې یو ځل ولوستل شي، او هر څوک یې ولولي، خصوصاً زموږ په ټولنه کې زموږ وروڼه او خویندې.

خصوصاً مې ځکه وویل چې په دې کتاب کې داسې څه دي، لکه اصلاً چې زموږ د خلکو لپاره لیکل شوي وي، او کتاب خو وي همداسې چې پر ټول انسانیت راوڅرخي، او داسې څه را زده کړي چې هغه اصلاً د ژوند د سوال بڼه وي، لکه تفکر…

دا کتاب که ژور ولوستل شي، او پر هره جمله یې دوه درې ځلې غَور وشي، هېڅ داسې څه به پرېنږدي چې په دې ژوند کې او خصوصاً زموږ خلکو نه وي تجربه کړي او یا یې احتمال د نه تجربه کولو وي، مثلاً له ډیپرېشنه/ ذهني ګډوډۍ نیولې، تر آرامتیا، عشق، مادیاتو، ډار، تفکر، وژنې، ګنګسیت او…

زما خو «راځئ نه مرو!» ځکه ډېر خوښ شو، چې یو ډول فکري استقلال یې راکړ، مانا د خپلواکۍ انګېزه یې راکړه او راته ویې ویل چې ته یو بشپړ انسان یې، خو فقط درک یې نشې کولای؛ زه یې پر ژوند او خدای مین کړم؛ له ژوند او خدای سره یې د یو ډول عجیب نږدېوالی احساس راکړ او…

خلاصه، دا کتاب ډېر ګټور دی، او ګټه خو وایي همدېته چې انسان روحاً او ذهناً آرام شي. د کتاب ژباړه دومره روانه ده چې ما خو تر دې دمه هېڅ داسې خوږه ژباړه چېرې نه وه لوستې، ځکه چې یوه مسلکي لیکوال ژباړلی او ۹۵ سلنه ډاډه یم چې اصلي ژباړه به همدا وي. خو ۵ سلنه ځکه ترې کموم چې هېڅ کتاب له تېروتنو خالي نه وي، هغه که ژباړه وي یا لیکنه. دې ژباړې هم خال خال تېروتنې لرلې، خو دلته نو بیا ۱۰۰ سلنه ډاډه یم چې په بیا چاپ کې به یې ګټوره اپډېټ بڼه لولو.

بس نو د «راځئ نه مرو!» په لیکوال دې آفرین وي، خدای دې اجرونه ورکړي چې د ژوند په اړه یې دا مهمې خبرې لیکلې او رفعت صاحب دې خیر یوسي چې لومړی یې خپلې ټولنې ته یې وکتل؛ خپل هر دم ټپي او لارورکي خلک یې درک کړل او بیا یې دا هر اړخیز ګټور فکر پښتو کړ او په خوندوره روانه ژبه یې راباندې ولوست.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عصمت صالح

تبصره مو ولیکئ