راپور: بشر درویش
ولسمشر اشرف غني پرون مازدیګر د سږني کانکور عمومي اول نومرې شمسیې عليزاده او پنځو نورو ممتازو ګډونوالو سره چې په ترتیب سره یې لوړې نومرې ترلاسه کړې وې، وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس وویل:
«زه د حکومت په استازیتوب تاسې ته د دغې سترې بریا مبارکي وایم. تاسې د افغانستان راتلونکی یاست او هیله لرم تر دې اندازې پرمختګ وکړي چې د افغانستان جمهورريییس شئ»
ښاغلي د دوی له زحمتونو او دا چې والدینو یې تربیه کړي دي مننه وکړه وې ویل، هیله لرم د افغانستان شتمني پر خپلو ځواکمونو مټو مدیریت کړئ.
ولسمشر غني دوی ته په خطاب کې ویلي:
«زه په تاسې کې د جمهوریت ثمره وینم، شمسیه علي زاده د کانکور عمومي اول نمره او د افغان نجونو لپاره مثال دی.»
غني زیاته کړې چې د کانکور اداره پر شفافې او د خلکو د باور وړ ادارې بدله شوې او زموږ ځوانانو ته یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د سږني کانکور عمومي اول نمرې شمسیې عليزاده د نورو په استازیتوب د ولسمشر اشرف غني د تشویق او دا چې د افغانستان تعليمي او تحصیلي نظام ته ځانګړې پاملرنه لري، مننه وکړه.
د دغې کتنې په پای کې جمهوررئیس غني هر ممتاز ګډونوال ته سل زره افغانۍ د ډالۍ په ډول ورکړې.