راپور: بشر درویش
ننګرهار پوهنتون کې ۵۲ کلن مشر او ۱۶ کلن کشر چې د دولسم ټولګي فارغان و د کانکور په ازموينه کې يې ګډون وکړ.
د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې ولایت پوهنتون کې د سږني کانکور ازموينې تر ټولو مشر ۵۲ او تر ټولو کشر ۱۶کلن دي، چې د خپلې خوښې پوهنځيو ته د بريا هيله لري.
محمد عثمان، چې ۵۲ کلن دی د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسيدونکی او د سيد سرور قادري لېسې څخه فارغ دی.
نوموړی وايي، چې د خوښي پوهنځي يې پښتو ادبيات او ژورناليزم دي او هيله يې وښوده، چې د خپلې خوښې يوه پوهنځي ته بريالی شي.
همدا راز د کانکور ازموينې تر ټولو کشر ګډونوال شپاړلس کلن حامد دی، چې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکی او د ننګرهار عالي لېسې څخه فارغ دی.
حامد وايي، چې انجينرۍ پوهنځي ته يې د لارې موندلو په موخه د کانکور ازموينه ورکړه او خوښ به شي، چې خپلې موخې ته ورسيږي.
باید وویل شي چې ننګرهار کې سږکال شپاړلس زره شپږ سوه تنو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال په زرګونه تنه له ننګرهار او نورو پوهنتونونو فارغیږي او په زرګونه تنه نور د کانکور له لورې پوهنتونونو ته بریالي کیږي، خو د کار بوختیا په برخه کې له لویو ستونزو سره مخ وي.