د افغان ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې پالیسي جوړه او وړاندې شوه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
راپور: بشر درویش

د هیواد د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې د هر اړخیزې پالیسۍ د ښودلو مراسم نن ترسره شول.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د مطبوعاتو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مراسم د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې ترسره شول.

یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال “شاه محمود میاخیل”، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې “منیرې یوسف زاده”، د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیالې “حسنا جلیل”، د ملي اردو د تعلیم او تربیې قومندان جنرال “پاینده محمد ناظم”، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ریسانو او جنرالانو، د مارشال محمد قسیم فهیم د پوهنتون استادانو او محصلینو، د نظامي اکاډمیو غړو برخه اخیستې وه.

د پالیسۍ جوړولو ګټه څه ده؟

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې میرمن منیرې یوسف زاده پدې ټینګار وکړ، چې د ملي اردو په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې ددې پالیسۍ له تطبیق سره به د ملي اردو د سواد کچه لوړه شي.

اغلې یوسف زاده زیاته کړه:

«د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې د ماسټرۍ د پروګرام طرحه بشپړه شوې ده او ډیر ژر به دا تحصیلي دوره پدغه پوهنتون کې پیل شي.»

دفاع وزارت ویلي؛ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې ددغه پالیسۍ په جوړیدو کې د میرمن یوسف زاده له هڅو ستاینه وکړه.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال دا ډول په هیواد کې د دایمي سولې د ټینګیدو هیله څرګنده کړه.

دفاع وزارت ویلي؛ جوړه شوې پالیسي یوه مقدمه، اوولس څپرکي او پنځه برخې لري. پدې پالیسۍ کې لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله کورني او بهرني او د سواد د زده کړو تعلیمات شامل دي.
ویل شوي پام کې ده چې د ملي اردو د تحصیلي دورې له پیل سره جوخت، په نظامي پوهنتونونو او اکاډمیو کې تطبیق شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.