پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه مخکښان

حضرت عمر (رض) او بېساری ټولنیز عدالت یې

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري

عمر بن خطاب (عمر فاروق) رض په ۵۸۶ ز کې په مکه مکرمه کې وزېږېد او په ۶۴۴ ز کې د نوامبر پر ۶ په مدینه منوره کې ومړ. د حضرت محمد ص صحابه، نږدې ملګری او د اسلام مبارک دین دویم خلیفه و.

حضرت عمر رض غښتلی، قوي، جدي، نیاومن، صادق او رښتینی و. هېڅکله یې شخصي ګټو ته لومړیتوب نه ورکاوه. ملي ګټې یې پر فردي ګټو غوره ګڼلې. انصاف او غوره اخلاق يې لرل. صداقت یې خوښېده، آن که په خپل تاوان به یې هم و.

د خلافت پیل

عمر رض لا د ابوبکر صدیق د تدفین خاورې نه وې څنډلې چې ۶۳۴ ز/۱۳ ل س کې خلافت ده ته وسپارل شو او د خلافت لومړنۍ وینا یې خلکو ته واوروله. خپله تګلاره او سیاست یې داسې روڼ او شفاف بیان کړ چې تر اوسه هېڅ پاچا او رییس جمهور دومره رڼې خبرې نه دي کړي. خبرې یې له دوکې او خیالي ژمنو پاکې وې.

هغه په خپل خواږه غږ داسې وویل: “هېڅوک به داسې مقام ته ونه رسي چې خلک به په حق او ناحقه د دوی اطاعت کوي او خبرې به یې مني. یوازې له لارښود او حاکم نه به په هغو چارو کې اطاعت کېږي چې جایزې او د الله متعال د امر خلاف نه وي… زه به د بیت المال پر وړاندې داسې وم، لکه د یتیم سرپرست چې د هغه د مال پر وړاندې وي. د یتیم سرپرست هومره مال اخلي چې پکار یې وي، که اړتیا ونه لري د مال اخیستو اجازه نه لري.

ځان ته یې دا واک نه ورکاوه چې په بیت المال کې تصرف ولري، هغه یې ټولو خلکو ته اړوند ګاڼه. عمر رض وکړای شول په یوازې ځان سره هومره ستره واکمني اداره کړي. خلک یې د ځان او نورو د حقونو په اړه پوهول. هغوی يې هڅول چې د خلیفه، قوماندانانو، مسوولینو، چارواکو کړنې وڅاري. آن ویې ويل: “خلکو ته بویه د هغه حاکم لارویان شي چې کړنې یې سمې وي، که چېرې ظلم او تېری یې پیل کړ ودې یې وژني.” طلحه پر دې خبره نیوکه وکړه او ورته ویې ویل: “که دې ویلي وی چې عزل یا لرې دې کړي، څه به شوي و؟” عمر رض بېرته داسې ځواب ورکړ: “نه! وژل یې راتلونکو حاکمانو ته تر عزل کېدو ښه عبرت کېږي.

د ټولو جګړو د ډګرونو نقشې عمر رض ورته برابرولې. د پوځیانو او سرتېرو موقعیتونه یې ټاکل. تل به له هغو سرتېرو سره په اړیکه کې و چې ۱۰۰۰/۱۵۰۰ کیلومټره به تر کویر او بادیه دښتو لرې وو. ته وا عمر هغه قوماندان دی چې پر مېز یې نقشه پرته، ښي لاس کې یې سور قلم دی او کیڼ لاس کې یې مخابره ده، جګړه هم پخپله رهبري کوي.

د مقننه قوې لارښود و. اسلامي قوانین یې پلي کول. نظم یې ساته، د هېواد دندې یې کولې. مدیران یې ټاکل، امر و نهی یې ورته کوله، هغوی یې څارل. د عدلیې وزیر پر ځای یې پخپله قاضیان ګومارل او هغوی ته یې لارښوونه کوله. د ښارجوړونې وزیر پر ځای یې لارې، کانالونه، پلونه او سړکونه جوړول. له دې تولو سره بیا هم د مسجدالرسول امام و. د حج چارې یې سمبالولې او خلکو ته یې د حج اړوند لارښوونه هم کوله.

عمر رض او ټولنیز عدالت

شخړې او جګړې یې عادلانه حلولې. بازار یې څاره، بیې او قیمتونه یې کنټرولول. د هغو ښځو او ماشومانو احوال به يې پخپله مالوماوه چې مېړونه او پلرونه به یې د جګړو په میدان کې وو. شخصاً به یې د هغوی کور کوته او اړتیاوې یې ترې پوښتلې. بیا به یې د کورنۍ یو غړی له ځان سره بيوه، هر څه به یې چې پکار وو ورته یې اخیستل. که پیسې به یې نه درلودې، هغه به یې ورکړې.

کله به چې پوسټخونو ته لیکونه راغلل، هغه به یې د مجاهدینو تر کورنیو ورسول. د لیک پر لېږدوونکي به یې امر کاوه چې نالوستو کورنیو ته يې ولولي. کاروانونه به یې خپله څارل او ساتل، د غلو او لارنیوونکو مخه یې ډب کوله. بوډیو سره یې مرسته کوله.

د سهار او ماښام د ساده خوړو او د دوو جوړو جامو (یوه د ژمي او یوه د اوړي) تر بیې سربېره یې یو درهم هم اضافه له بیت الماله نه اخیست؛ خو بیا به یې هم ژړل، داسې نه چې د خلکو حق یې خوړولی وي یا کومه تېروتنه ترې نه وي شوې.

مال، شتمني، زر، هر څه خورا ډېر ورسره وو، خو هېڅکله یې پاملرنه نه ورته کوله او کیسه کې یې نه و. جامو، ماڼۍ، ودانۍ عمر ته ارزښت نه لاره. کور یې کوچنی او کالي یې زاړه وو؛ خو د عمر ستروالی د هغه خوی، اخلاق، مهربانۍ، نیاو، استعداد، وړتیا او خیر ښېګڼې کې وو.

عمر یو ځانګړی کس د (محمد بن مسلمه) په نامه درلود چې د حاکمانو او مسوولینو چارې یې پرې څارلې. عمر رض به تل وېرېده چې خدای مکړه حاکمان او لوړپوړي خپل صلاحیت بېځایه ونه کاروي، خپلوان او کورنۍ د خلکو پر سر آمران او خلک خوار نه کړي؛ نو ځکه یې د هغوی مالي حالت او کړنې تل څارلې. یوه ورځ د عمرو بن عاص زوی پر مصري هلک غوسه شوی او وهلی یې و. عمر رض مصري ځوان او دوی پلار او زوی راوغوښتل. مصري ته یې وویل چې خپل غچ واخلي. دی د عمرو بن عاص له لاسه- چې رومیان یې سخت مات کړي و او د اسلام ستر فاتح ګڼل کېږي- غوسه شو او مصري ته یې وویل:«په دې قمچین یې ووهه!». بیا پر عمرو ور په قهر شو ورته ويې ویل: “له څه وخت راهیسې مو خلک غلامان کړي، داسې حال کې چې میندو یې خپلواک زېږولي دي؟.

د عمر رض په وخت کې خیرمار/ ګدایي ګر نه وو. هغو کسانو ته یې یو څه معاش ټاکلی و چې د کار کولو ځواک یې نه درلود. د مکې او مدینې تر مینځ یې وړیا مېلمستونونه لرل چې مسافران به ورته راتلل. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره یې جوړه کړه. د ترازو او تلې پر وزنونو یې سخته څارنه کوله. په پېر/پلور کې یې د دوکو مخنیوی کاوه.

چاپېریال ساتنه

د ښارجوړونې ټول کارونه یې سمبالول. د ښارونو پاکۍ او نظافت ته یې پام و. هغه وخت کې چا چاپېریال او ونو/بوټو ته چندان پاملرنه نه کوله. عمر رض دا خبره درک کړه او د ځنګلونو، ونو پرې کول یې منعه کړل. ده دوه ستر ښاورنه جوړ کړل (کوفه او بصره) چې د عمر رض شاهکار ګڼل کېږي. امر یې وکړ داسې نقشه ورته وکاږي چې د شلمې پېړۍ له ودانیو سره برابره وي. د سړکونو سور(عرض) یې ۳۰/۴۰ متره و. ودانۍ دوه او درې پوړیزې وې. تر درېیو پوړونو ډېره اجازه نه وه؛ ځکه چې بیا یې هوا ډب کوله. عمر رض دا ښارونه داسې ورغول ته وا چې په هندسه او معمارۍ کې د شلمې پېړۍ دوکتورا لري.

عمر رض تر پایه دمه ونه کړه، پوره خوب یې ونه کړ، ډوډۍ خوړلو ته یې سم وخت نه درلود، د جامو وینځولو لپاره یې کافي وخت نه و. هېڅکله د دمې او خوند په سوچونو کې نه و؛ ځکه نه یې غوښتل د خلکو چارې ګډې وډې شي.

بلاخره ابدي دمه

لس کاله یې د خلافت وتلي و. خپله مقدسه دنده یې خورا ښه پر ځای کړې وه. اوس یې وخت و چې دمه وکړي او ستوماني وکاږي؛ خو د ابدي دمې وار راغلی و. د عمر رض د وژلو پلان څلورو کسانو(ایرانیان) جوړ کړی و. دا کسان زردشتي هرمزان، مسیحي جفینه، یهودي کعب الاحبار او فیروزان وو چې په اهوازي ابو لؤلؤ مشهور و. ابولؤلؤ مدینه کې کار کاوه، د مسلمانانو د وژلو کار یې پيلاوه. د سهار لمانځه پر مهال چې عمر رض په محراب کې و او لمونځ یې پیلاوه، تکبیر یې چې وکړ، ابولؤلؤ په خپل لاس جوړ شوی په زهرو لړلی خنجر راوایست او عمر یې څو ځلي پرې وواهه. دیارلس نور کسان چې غوښتل یې دی ونیسي هم ټپیان شول. اووه کسه یې د ژور ټپ له امله مړه شول. سمدستي بل مسلمان کس پر ابولؤلؤ خپل پټو راوغوړاوه چې دستګیر یې کړي، د دې لپاره چې پلان جوړوونکي افشا نه شي تر پټو لاندې ژر زهر وڅښل او ځان یې وواژه.

عمر رض چې ټپي شوی و یوازې یوه هیله یې لرله چې د خپلو دوو یارانو تر څنګ خښ شي. د همدې لپاره یې خپل زوی عبدالله بي بي عایشې رض ته ورولېږه چې اجازه ترې واخلي. عبدالله هلته ورغی او عایشې رض هلته د عمر رض د خښولو اجازه ورکړه. تر هغو چې عبدالله بېرته کورته راستنېده، عمر ډېر وارخطا و چې عایشې رض به څه ورته ویلي وي، ما به هلته خښ کړي که نه؟

عبدالله ستون شو. عمر رض خلکو ته وویل: پورته مې کړئ.

هو! هغه کس چې ځواکمن او پیاوړی و، اتل او ستر انسان و، هغه کس چې دوه اوښان یې خپله حلالول، هغه چې خلک یې د نوم په اورېدو له ورایه لړزېدل؛ نن هماغه کس له ځایه د پاڅېدو توان نه لري، څو خلک یې جګ نه کړي نه شي پاڅېدلی.

عمر یې جګ کړ، ویې ویل: “څه خبره؟”

عبدالله وویل: “اجازه یې راکړه”

عمر رض وویل: “الحمدلله ما ته تر دې ډېر هېڅ شی دومره ارزښت نه لري”

په هغې کوچنۍ خونه کې چې محمد ص او ابوبکر رض دفن وو، ټول د عمر رض راتلو په تمه وو.

عمر راغی؛ خو پښې یې هغسې پر ځمکه نه وهلې، ځمکه یې تر پښو لاندې نه ښورېده، بلکې د نورو پر اوږو راوړل شو. هغه یې په ایستل شوي قبر کې کېښود او ابدي خدای پاماني یې ورسره وکړه.

دلته ډله مسلمانان راغلل او ټولو همدا ویل:

السلام علیکم یا محمد رسول الله ص!

السلام علیکم یا ابابکر!

السلام علیکم یا عمر!

دا مېلمانه تر قیامته نه خلاصېږي او دا غږ به غلی نه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ