ننګرهار: په لمړي ځل یوه ښځینه د پوهنې ریاست مرستیاله شوه

راپور: بشر درویش
د ننګرهار پوهنې ریاست کې په لومړي ځل یوه میرمن د مرستیالې په توګه پر دنده وګمارل شوه .
د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ددې ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ مرضیه خوږیاڼۍ د سواد زده کړې په چارو کې د پوهنې ریاست د مرستیالې په توګه وګمارل شوه .
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری د سواد زده کړې امریت د پخواني امر ترسره شوې فعالیتونه وستایل او په یاده برخه کې یې خپلې نوې مرستیالې میرمن مرضیې ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوبونو او نوښتونو ترسره کولو هیله وکړه .
هغه وویل:

«میرمنې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي په هره حکومتي برخه کې د کار کولو وړتیا لري. نوموړې د لېسې دامریت پر مهال خپله کاري وړتیا ثابته کړې او هیله لرو چې دلته به هم نوښتونه رامنځته کړي.»

میرمن خوږیاڼۍ وایي، ژمنه کوي چې دا باور به ساتي او دسواد زده کړې برنامه به په پښو ودروي.
اغلې مرضیه خوږیاڼۍ تر دې وړاندې د جلال اباد ښار د سواد حیاتي لېسې امر په توګه دنده ترسره کوله.

د خلکو هرکلی

پر ټولنیزو شبکو خلکو ددې ګمارنې هرکلی کړی دی او دا یې په علمي چارو کې د ښځو د ورداخلیدو لپاره ښه لار بللې ده.
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي، ګلاب خان ولي لیکلي:

«ددې انتخاب ملاتړ کوم، ښه دی موږ ضرور ته لرو چې دا ډول خلک رهبرۍ کې ولرو، دا به د ښځو د علمي او ټولنیز قوت لپاره مفید وي.»

د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي چې ښځینه په کاري چاپيریال کې ښه ثابتیدای شي او تر ډیره د خدمت پاکه تنده لري.
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکو ویلي چې یاد ریاست په دې وروستیو کې په رهبرۍ کې د میرمنو په ټاکنو کې پام وړ ګامونه پورته کړې او تر ډیره د ښځینه لېسو امرین چې پخوا نارینه و اوس میرمنې ټاکل شویدي.
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ