د دوستم لور: اوس پوه شوم چې پلار مې میلیونونو انسانانو زړونو کې ځای لري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

راپور: بشر درویش
د جنرال عبدالرشید دوستم لور ویلي چې اوس یې درک کړه چې پلار یې د نړۍ میلیونونو انسانانو په زړونو کې ځای لري.
ښاغلي دوستم ته څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني په یوه فرمان کې د مارشالۍ رتبه ومنله.
د مارشال دوستم لور راحیله دوستم یوه ټویټ کې د خپل پلار له انځور سره له خلکو مننه کړه چې د پلار د مارشال کیدو په غبرګون کې یې ورسره مبارکي کړې ده.
هغې لیکلي:

«له ټولو داخلي او نړیوالو دوستانو مننه چې زما د پلار مارشال کیدو په پار یې راته د مبارکۍ پيغامونه لیږلي دي. پلار یعنې د لور تکیا ګاه، پلار یعنې د لور ملاتړ، پلار یعنې د لور د زړه قوت.»

هغې وړاندې لیکلي چې د افغانستان د خلکو قرضدارې یم.
راحیله دوستم زیاته کړې:

«نن مې واقعاً درکړه چې پلار مې په دې نړۍ کې د میلیونونو انسانانو په زړونو کې ځای لري. زه د افغانستان د باعزته خلکو پوره وړې یم.»


جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول د ډاکټر عبدالله او ولسمشر اشرف غني ترمنځ د ښاغلي عبدالله عبدالله یو له مهمو شرطونو څخه و.
په ۱۳۹۸ ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلی غنی بریالی اعلان کړ چې ډاکټر عبدالله او ډلې یې مخالفت وکړ او د موازې حکومت اعلان یې وکړ.

دې رتبي له پيله تر اوسه تاوده منفي غبرګونونه درلودل او سیاستوال یې تورن کړل چې ارزښتونو ته پام نه کوي.
یو شمیر خلکو پر ولسمشر غني له دې امله نیوکې کولې چې ولې یې دا شرط ومانه او فرمان لاسلیک کړ، خو یو شمیر نورو بیا د هیواد د بد سیاست وضعیت لپاره یو مجبوریت بللی او پر ډاکټر عبدالله یې نیوکه کړې چې داسې شرط یې وړاندې کړی او ترې په شا شوی نه دی.
مارشال دوستم د خلکو پر وژنه، نه ژمنتیا او له قانونه په سرغړونه تورنیږي، نو له همدې امله خلک وايي چې هیڅ داسې ملي کارنامه نه لري چې د مارشالۍ لوړ ارزښت لرونکې رتبه ورکړل شي.
اوس به له تاسې وپوښتو چې د مارشالۍ رتبې سره موافق یاست؟
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.