ذی النورین (عثمان رض)

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه: ملیحه ناصري

عثمان بن عفان رض په ذی النورین یادېږي. ۵۷۶ ز کې زېږېدلی او په ۳۵ ل کې شهید شو. ۸۱ کاله ژوندی و او ۱۲ کاله یې خلافت وکړ. نهه زامن او اووه لوڼې یې وې. طبرستان، کرمان، بلوچستان، شیراز، ګرجستان، افغانستان، اذربایجان، قبرس او د افریقا ځیڼې څنډې یې فتح کړې وې.
د نسب سلسله یې داسې ده: عثمان بن عفان بن ابی العاص بن امیه بن عبدالشمس بن عبدمناف. عبدمناف د عثمان رض څلورم پښت دی.
عبدمناف دوه زامن درلودل چې یو عبدالشمس او بل یې عبدالمطلب و. محمد ص د عبدالمطلب لمسی و.

د جاهلیت دوران

دې وخت کې شام، عراق، یمن او جزیرة العرب ته پر سوداګرۍ بوخت و. بت پرستي نه یې کرکه کوله. شراب یې نه څښل. بې پته کارونه یې نه کول. مېلمه پالنه او مېړانه یې ستره ځانګړنه وه. بېوزلو سره یې تل مرسته کوله او پر خلکو دومره ګران و چې مینه یې ضرب المثل ګرځېدلې وه: “احبک والرحمن، حب قریش عثمان، اذا دعا بالمیزان/ اې زویه! والله چې راباندې ګران یې، هماغسې چې عثمان پر قریش ګران دی.

عثمان مسلمان شو

د حضرت عثمان رض زوی عمرو داسې کیسه کوي: “یوه ورځ مې پلار راته وویل، د جاهلیت وخت کې مې ستره هیله دا وه چې د محمد ص له یوې لور سره واده وکړم. دا خبره مې هېڅ چا سره نه وه شریکه کړې. بله ورځ چا راته احوال راووړ چې د ابي لهب زوی عتبه د محمد ص د لور ریباري ته ورغلی. دا خبره راباندې خورا بده ولګېده او د خاله د کور پر خوا مې ور روان شوم، ځکه خاله مې سعدي بنت کریز فالبینه وه. چې ورغلم خاله مې زما پر لیدو وویل:
ابشر حییت ثلاثاً تترا                      اتاک خیر و وفیت شرا
انکحت والله حصاناً زهرا                 و انت بکر و لقیت بکرا
و افیتها بنت عظیم قدرا                   بنت امری قد اشاد ذکرا
شعر مې واورېد او هیښ حیران ووتم، دباندې له ابوبکر رض ته سره مخ شوم، هغه زما د اندېښنې وپوښتل او ما ټوله کیسه ورته وکړه. ابوبکر راته وویل چې هغه (محمد ص) رښتینی دی. په دې ډول زه هم د ابي ارقم د کور یانې د اسلام د پټې بلنې او کورنۍ غړی شوم.
عثمان رض تر دې وروسته د اسلام د بلنې یوه غونډه هم نه قضا کوله. پرته له هغو ورځو چې تره یې حکم بن ابی العاص پرې خبر شو او خوراک/ څښاک یې پرې بند کړی او دی له غونډو پاتې شوی وو.
عثمان رض پر ژوند او په دې نړۍ کې له حضرت محمد ص څخه د جنت سند واخیست. یانې عثمان رض د (عشره مبشره) له ډلې وشمېرل شو او د جنت زیری ورکړل شو.

واده او هجرت

حضرت عثمان رض ته ذی النورین دې لپاره وايي چې د محمد ص دوې لوڼې (رقیه او ام کلثوم) د عثمان رض په نکاح وې. کافرانو مسلمانان ډېر ځورول او د هر ډول عبادت خنډ ورته ګرځېدل. محمد ص مسلمانانو ته وویل چې حبشې ته هجرت وکړي. عثمان رض له خپلې بي بي رقیې سره وکوچېد او د نجاشي سیمې حبشې ته ولاړ.

خلافت

کله چې عمر رض د ابولؤلؤ په لاس زخمي شو، د ژوند وروستیو شېبو کې یې شپږ کسیزه ډله جوړه کړه او د درېیم خلیفه ټاکلو غوښتنه یې وکړه. هماغه و چې عثمان رض درېیم خلیفه وټاکل شو.
د خلافت وخت کې یې خورا ډېرې سیمې فتحه کړې چې پورته یې یادونه وشوه.

د قران کریم راټولونه

حذیفه بن الیمان عثمان رض ته راغی، ورته ویې ویل چې خلک قران شریف په بېلابېلو بڼو تلاوت کوي، څوک یې په خپله او څوک یې په خپله لهجه لولي. دا توپیرونه دومره شدید شوي دي چې خلک یو بل تکفیر کوي. حضرت عثمان رض امر وکړ چې د ابوبکر صدیق د وخت راټول شوی قران کریم راوړي او د همغه له مخې نورې صحیفې ترې وباسي چې خلک له بېلابېلو وهمونو بچ شي او قران شریف په خپله آره بڼه خوندي شي.
همغه و چې د لومړني راټول شوي قران له مخې یې د قران د تکثیر په موخه څلور کسه ځانګړي کړل. کله چې ولیکل شو، مدینې، شام، کوفې او بصرې ته یې یوه- یوه نسخه له یوه تکړه قاري سره استوله چې هلته خلکو ته د قران زده‌کړه په سمه بڼه پیل کړي. همدا کار یې و چې قران کریم په خپله آره بڼه خوندي شو. دا اوس چې کوم قران موږ تلاوت کوو همغه قران دی چې عثمان رض ترتیب کړ.

د عثمان رض پر وړاندې ټينګ پاڅون

دولس کاله یې خلافت وکړ. لومړني شپږ کلونه یې د خلافت وضعیت عادي روان و. پرله‌پسې فتوحات کېدل. شپږ وروستي کلونو ته یې د ناامنۍ او تاوتریخوالي کلونه ویلی شو. هغو خلکو چې له اسلامه ماته خوړلې وه ورځ تر بلې یې په ښارونو کې ناامنۍ ډېرولې چې بلاخره وکولی شي د مسلمانانو ترمنځ د بېلتون کرښه وکاږي.
ابن سبا هغه کس و چې د مسلمان په څېره کې يې خورا ډېر منافقتونه وکړل. دی اصلاً د یهودو له ډلې و. د عثمان رض په وخت کې ظاهراً مسلمان شوی و چې وکړی شي د خلکو ترمنځ اوبه خړې کړي. عبدالله یې نوم او پر ابن سودا مشهور و. کله چې دا منافقه څېره یې عثمان رض ته برسېره شوه، هغه یې عراق ته تبعید کړ. تر همدې وروسته یې له خلیفه رض سره رخه پر زړه کړه. له عراقه لاړ کوفې ته او له هغه ځایه د سوریې، مصر او ځينو نورو ښارونو پر لوري وخوځېد. په دروغو او اپلټو یې وکړی شول خلک د خلیفه پر ضد راوپاروي. ډېری ساده‌ګان خو آن دومره په عقیده سست وو چې له ایمانه ورتېر شول.
د عثمان رض پر وخت د ده د خلافت د چارواکو پر وړاندې د دروغو شکایتونه او ګیلې ثبت شوې، دی هم اړ شو ډېری چارواکي له دندو ګوښه کړي او د دې په پار چې بیا څوک خیانت ورته ونه کړي، د هغوی پر ځای یې خپل خپلوان وګومارل. دې کار یې خلک بدګومانه کړل چې ګڼې عثمان ځواک غواړي.
یوه ورځ د مصر خلک علي رض ته راغلل او ورته یې وویل چې تر عثمان وروسته موږ تا خلیفه کوو. علي رض ورغبرګه کړه چې ځئ لاړ شئ تاسو د محمد ص له لوري ملعون شوي او رټل شوي خلک یاست، دا دی د هغه مبارک وړاندوینه په خپلو سترګو وینم. تاسو ماته ظزمن نه برېښی، ځئ بل څوک ومومئ!
علی رض او طلحه عثمان رض ته راغلل، کیسه یې ټوله ورته تېره کړه. عثمان رض ورته وویل: “دوی له ما نه د والیانو لرې کول غوښتل لرې مې کړل، سم کسان یې پر ځای غوښتل، سم مې وګومارل؛ نو بې شکه چې دوی زما وژل غواړي. دا خبره ځکه کوم چې ما خوب ولید، محمد ص راته وايي چې عثمانه روژه ونیسه او له موږ سره یې ماته کړه. دا خوب زه داسې ګڼم چې ډېر ژر به د هغوی لیدو ته ورشم.
علي رض پاڅېد د بغاوت کوونکو تر مخ یې خطبه وویله، د دې بغاوت له ناوړه پایلو يې خبرداری ورکړ او ټول يې سره غلي کړل. خلک ډله ډله بېرته خپلو ښارونو ته ستانه شول. دې وخت کې د خلیفه مخلفانو د عثمان رض د قتل په پار پر بل پلان کار پيل کړ او د عثمان رض له لوري یې جعلي لیک ولیکه چې په هغه کې د پاڅون کوونکو د وژلو یا بندي کولو امر شوی و. دا لیک زریح او بشر بن شریح کاږلی و. له لیک سره د کاروان پر لوري وخوځېدل، هلته یې کاروان ته داسې ښکاره کړه چې ګڼې د عثمان له لوري دوی ته کوم بېړنی خبر راغلی. کاروانیانو چې دا لیک ولید په خورا غوسه علي رض ته راغلل.
علي رض عثمان رض ته وویل: “تا ژمنه ونه کړه چې د دې خلکو غوښتنې به منې؛ نو ولې دې د دوی د وژلو او نیولو امر کړی؟.
عثمان رض هیښ شو ورته ویې وویل: “پر خدای ج قسم دی زه له دې لیکه خبر نه یم.
علي رض پاڅون کوونکو ته ورستون شو او هغوی یې اررامښت ته وبلل. د دې خلکو له مینځه یو راجیګ شو ویې ويل: “عجب! تاسو خپله بلنه هم راکړه او اوس مو نصیحتونه پیل کړي، ځئ چې ترې ځو…
علي رض حیران شو ورغبرګه یې کړه: “پر خدای مې دې قسم وي که له دې بلنې به مې لا ارواه خبره وي.
خلک وشرمېدل یو بل ته یې سره وکتل.

د عثمان رض شهادت

خلکو عثمان رض ته وویل چې خلافت پرېږدي. هغه ورته وویل: “قسم مې دې پر الله وي، هغه جامې چې رب را اغوستي، هېڅکله یې له تنه نه باسم
عثمان رض څو ورځې پرله پسې د پاڅون کوونکو له لوري ایسار و. علي رض خپل دواړه زامن( حسن- حسین) او خپل مریی قنبر د عثمان رض د کور ساتنې په پار هلته ورته درولي و. د عثمان رض کور ټول لېوانو بغاوتګرو محاصره کړی و. څو ورځې دې خلکو عثمان رض ته د خوراک/څښاک رسولو لارې تړلې وې.
عثمان رض خلکو ته د پيجرۍ تر شا ورغږ کړل: “اوبه او ډوډۍ مو رابندې ودرول، ایا هېر مو شول چې(رومة) څاه مې په خپلو پیسو درته واخیسته؟ هېر مو شول چې په قحطي کې مې د خوړو کاروان ټول دروباښه؟ په یاد مو نه دي چې محمد ص وویل د مسلمان وژل پر مسلمان تر هغو نه دي روا چې دا درې جرمه یې نه وي کړي، حال دا چې ما خو لا یو هم نه دی کړی. هېر مو شول چې محمد ص زما قاتلان ړانده جاهلان وګڼل؟
سمدستي پاڅون کوونکو پر کور هجوم وکړ او لومړنی کس چې رامخته شو هغه (محمد بن ابی بکر) و. محمد بن ابی بکر د عثمان رض محاسن ترې واخیستل. عثمان ورته وویل: “لکه چې نه دي دې په یاد، پلار دې هغه کس و چې زما د محاسنو درناوی به یې کاوه، که ژوندی وی اوس یې ستا پر ځای له ما بښنه غوښته.
ابی بکر په ژړا وووت. عثمان خلکو ته پاملرنه ونه کړه او خپل تلاوت ته یې دوام ورکړ. ملعون غافقي توره پورته کړه، د عثمان رض مېرمنې (نائلې) د خاوند د دفاع په پار لاس ورته ونیوه، ګوتې یې پرې شوې. عثمان رض مخ او شونډې پر پاک قران ورکېښودلې، ته وا خدای پاماني ورسره کوي.
په وینو سرو شونډو یې قران ښکل کړ، ناڅاپه یې نیزه پر سینه ولګېده، دا کار تر ټولو بدبخت او کلک زړي کس (عمرو بن حمق) وکړ.
عثمان رض شهید شو!