فبروري 27, 2021

که خوب مو نه وړي، نو د امریکې پوځ له تګلارې څخه کار واخلئ!

ژباړه: عایشه حیدري

لږ او یا نه خوب یو ډېر بد او زیان اړوونکی عادت دی چې کولای شي د ذهن او سترګو پر فعاليتونو ډېر ناوړه اغېز ولري او ستاسو روغتیا له خطر سره مخ کړي؛ ځکه چې بې خوبي کولای شي په شدت سره ستاسو د بدن دفاعي سیستم کمزوری کړي.

که چېرې له لږ خوب کولو او یا هېڅ خوب نه کولو سره مخ یاست وړاندې تردې چې د خوب ګولۍ وخورئ د امریکې د پوځ له تګلارې، د ژر خوب کولو لپاره کار واخلئ.

دغه تګلاره د امریکې د پوځ له خوا تأیید شوې ده او له تاسو سره مرسته کوي، هر کله چې سر مو پر بالښت کېږدئ خوب درشي.

د دغې لنډې تګلارې څخه په ګټې اخيستنې به مو ژر خوب يوسي.

لاندې کړنې په ترتیب سره ترسره کړئ!

پر ډډه اوږده وغځېږئ چې ملا مو ځمکې ته وي. خپلې سترګې پټې کړئ، ورو او ژور ساه واخلئ،خپل یو لاس له بدن سره سم وغځوئ د لاس (ورغوی) باید مخ پورته وي، وروسته بیا خپل بل لاس له بدن سره سم وغځوئ، که کیڼ لاسي یاست، لومړۍ خپل کیڼ لاس وغځوئ.

خو که چېرې ښي لاسي یاست، لومړۍ خپل ښي لاس وغځوئ.

له ژورې سا سره خپله سینه ارامه کړئ. وروسته بیا خپلې پښې، زنګونه، پنډيو، ښنګري ارامه کړئ، ازاد او سست يې کړئ, او د لسو ثانیو لپاره خپل ماغزه له هر ډول فکر څخه ازاده کړئ. په دې سره به مو د خوب ښاپېرۍ له ځانه سره يوسي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*