مارچ 2, 2021

د ننګرهار د پوهنې ریاست زده کونکو ته تلویزوني تدریس پیل کړ

  • ليکنه: شپنه سلګۍ

شرق راډیو – تلویزیون د زده‌کوونکو لپاره د تدریس لړۍ پیل کړه!
له څلورم څخه تر نهم ټولګي پورې د زده‌کوونکو لپاره د شرق راډیو تلویزیون له لارې د درسونو لړۍ پیل شوه.
شرق راډیو تلویزیون د یونسیف په تخنیکي مرسته زده‌کوونکو ته په وړیا توګه تدریس کوي.
د ننګرهار د پوهنې رییس حسيب الله شينواري د شرق راډیو تلویزیون له مشرتابه مننه وکړه چې د کرونا په دې حساس وخت کې، چې ښوونځي تړلي، دوی د راډیو تلویزیون له لارې زده‌کوونکو ته تدریس کوي.
د پوهنې ریس له انعکاس تلویزیون او نورو سیمه‌‌ییزو رسنیو هم مننه وکړه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې تل له دوی سره مرسته کوي.
د پوهنې رییس وویل چې تر دې مخکې انعکاس تلویزیون د لسمو، یوولسمو او دوولسمو ټولګیو لپاره د ساینسي مضامینو د تدریس لړۍ پیل کړې ده.
په همدې مناسبت نیول شویو مراسمو ته ننګرهار والي شاه محمود میاخیل هم په خپلو خبرو کې د شرق راډیو تلویزیون له خوا د دغې لړۍ د پیل له امله خوښي وښوده او د زده‌کوونکو له والدینو یې وغوښتل چې خپل اولادونه دراډیویي او تلویزیوني درسونو اوریدو او لیدو ته وهڅوي.
د شرق نیټ ورک مشر انجیر شفیق الله شایق له خپله اړخه د ننګرهار ولایت اوسېدونکو، خصوصاً زده‌کوونکو ته ډاډ ورکړ چې نه یوازې د کرونا په شپو ورځو کې، بلکې تر کرونا وروسته به هم دا لړۍ په وړیا توګه روانه وساتي.
په ننګرهار کې د شرق راډیو تلویزیون له خوا له ۴ څخه تر نهم ټولګي پورې د تدریس لړۍ په داسې وخت کې پیلېږي چې په ننګرهار کې انعکاس تلویزیون، دوست راډیو او خوست ولایت کې غرغښت تلویزیون، سولې پیغام راډیو او نورو سیمه‌ییزو راډیوګانو هم دا لړۍ پیل کړې او اغېزمنه روانه ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ