مورنۍ ژبه او په اړه یې څو خبرې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لومړنۍ یا هم مورنۍ ژبه هغه ده چې له مور، پلار څخه مو زده کړې وي یا هم ماشوم په هغه باندې خبرې کول زده کوي. بل هغه ژبه هم ورته ویلی شو چې انسان پرې  ښې خبرې او ښه فکر کولای شي.
د داکټرانو له نظره ماشوم د مور په رحم کې له مورنۍ ژبې سره اشنا کېږي او د پیدا کېدلو پر وخت چې ژاړي که د مور په ژبه ورسره خبرې وشي، نو ژړا بندوي او خبرو ته غوږ نیسي. نو ورو ورو د مور په ژبه خپل ټول احساسات بیانوي او په مورنۍ ژبه له نورو سره اړیکه نیسي.
مورنۍ ژبه د مور او ماشوم اړیکه؛ د پلار او ماشوم اړیکه؛ د کورنۍ اړیکه او د ټول قوم اړیکه جوړوي. ماشوم له مورنۍ ژبې سره خپلې اړتیاوې غواړي، لوبې کوي، خپله او د نورو پېژندګلوي له همدې ژبې کوي. نو په همدې اساس مورنۍ ژبه یوه عاطفي ژبه هم ده.
مورنۍ ژبه یوه اصطلاح ده او دا په دې معنا نه ده چې زموږ مورګانې په هغې خبرې کوي. په ځینو هېوادونو کې د مورنۍ ژبې اصطلاح د یوه کس تر قومي ژبې پورې تړاو ورکوي، چې لومړۍ ژبه یې د اولې ژبې په وړاندې، او دویمه ژبه هغه ده چې هر وګړي په خپلې لومړنۍ ژبې خبرې کوي.
د عصب پېژندلو له اړخه لومړۍ ژبه تر نورو ژبو، چې یو انسان یې وروسته په لوی والي کې زده کوي، نو دویمه ژبه بل ډول ځای په مغز کې پیدا کوي.
د یوه ماشوم لومړنۍ ژبه د هغه د پېژندګلوي، ټولنیز او فرهنګي برخه ده.
ژبه د وګړو روح دی او زموږ معنوي میراث دی په دې برخې باید ډېر کار وکړو، که نه نو لمنځه به لاړه شي، که موږ د خپلې ژبې د پرمختګ هڅه وکړو، نو زموږ په ګټه ده.
ځینې پوهان د مورنۍ ژبې په هکله وایي:
میلان کوندرا: “لومړنۍ ګام د یو ملت لمنځه وړل د هغه د ژبې لمنځه وړل دي، که مو خپل فرهنګ، کتابونه، ژبه له حافظې او له فکره پاک شي، نو ملت به مو هم لمنځه لاړ شي.”
هایدیګر: “که د یوه ملت ژبه مو لمنځه یوړه، نو هغه ملت د هستۍ له اړخه به خارج شي.”
ماهاتما ګاندي: “هغه څوک چې په خپله ژبه او ادبیاتو پوه نشي، پر خپل تاریخ هم نه پوهېږي، نو که په تاریخ پوه نشي سم راتلونکۍ نه لري.”
مثل فرانسوي: “څوک چې په مورنۍ ژبه نه پوهېږي او زده یې نه وي، وحشي دی.”
جان استوارات: “که استعمار وغواړي چې یو ملت خپل په ځان پورې وتړي، لومړۍ د ژبې او هویت پسې ځي. که کوم ملت خپله ژبه او نژاد له لاسه ورکړي، نو لمنځه ځي.”