د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند ډاکټر فرامرز تمنا په لومړي ځل د خپلې طلاقې کړې ښځې په اړه خوله پرانیسته.
هغه تازه د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې مېلمه و، چې د نورو مسایلو ترڅنګ پر یادې موضوع وغږیده.
یاران یې د مرکې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي.
فرامرز څوک دی؟
اصلي نوم یې عبدالبصیر دی، په هرات کې ۴۲ کاله پخوا د مېنانو په نړیواله ورځ زیږیدلی.
پلار یې شاعر او د داودخان د واکمنۍ پر وخت سناتور و.
فرامرز د لېسې زده کړې په هرات کې کړي، بیا ایران ته تلی او له دغه هېواد او هند څخه یې د نړیوالو اړیکو او نړیوال نظام په اړه دوه دوکتورا سندونه اخیستي.
هغه له ۱۸ کلونو راهیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دیپلومات او په مختلفو برخو کې مطرح کارمند و.
فرامرز تمنا په ایران کې افغان دیپلومات، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند او دغه راز د وزارت د ستراتیژیکو څېړنو ریس پاتې شوی.
د دې ترڅنګ د مختلفو پوهنتونونو استاد او د افغانستان په نوم د یوه خصوصي پوهنتون ریس دی.
فرامرز تمنا ګڼ علمي کتابونه لیکلي، چې ستایل شوي او د پام وړ دي.
ولې نوماند شوی؟
فرامرزتمنا ځان د نوي او ځوان نسل استازی ګڼي او بریالیتوب ته یې ډاډه دی.
هغه وایي: په نړیوال نظام کې لوی بدلونونه پيل شوي، په مختلفو هېوادونو کې د تمې خلاف زیات خلک واک ته رسیدلي او دی هیله لري، چې ټاکنې به وګټي.
دغه ولسمشریز نوماند اشرف غني خپل ټاکنیز سیال یادوي او دلیل دا ښيي،چې هغه هم د ده په شان له اکاډمیکې ساحې راغلی او افغانستان ته برنامې لري.
د ده په وینا ولسمشر غني ته یې د مناظرې چېلنج ورکړی او ترې غوښتي یې دي، چې له مناظرې مخکې ورسره په لیکلي سند کې ومني، چې د بایلې په صورت کې به یو لوری بل ته له نوماندۍ تېریږي.
د ښځې د طلاق جنجال
فرامرز تمنا ۱۴ کاله د دري ادبیاتو له مشهورې استادې ډاکټر حمیرا قادري سره ګډ ژوند کړی.
په دغه مرکه کې د نوموړې په اړه پر پوښتنې خواشینی شو او ویې ویل: شخصي حریم ته باید داخل نه شئ.
فرامرزتمنا د خپرونې پر چلوونکي نیوکه وکړه، چې ورته پوښتنې یې له نورو مطرحو، زورورو او شتمنو مېلمنو نه دي کړي، چې کوربه رد کړه.
هغه د خپلې طلاقې شوې مېرمنې په اړه وویل، چې د اړیکو خړیدو باوجود دوی ۹ کاله بیا هم ګډ ژوند وکړ، خو آخر په ۹۴ لمریز کال کې طلاق ته اړ شول.
فرامرز وویل: طلاق مې په دې خاطر ورکړ، چې د ښځو حقونو ته ژمن وم، که نه وای، بل واده به مې کاوه، خو ما د خپلې لومړۍ مېرمنۍ ازادۍ ته د احترام لپاره هغې ته طلاق ورکړ.
تمنا دا هم وویل، چې دغې پریکړې څه موده دواړو لوریو ته رواني زجر ورکړ، خو وروسته دواړه ارامه شول او پښېمانه نه دي.
فرامرز د طلاقې کړې مېرمنې په اړه نور ونه پوښتل شو، خو ویل کیږي چې د یوازیني زوی لیدو ته یې نه پریږدي.
دغه ولسمشریز نوماند اوس د ارزو نورستانۍ په نوم له خپلې پخوانۍ شاګردې، د پوهنتون استادې او دیپلوماتې سره واده لري او ګډ ژوند سره کوي.
صالح او ناهید فرید سره شراکت
په دې خپرونه کې یو جالب ټکی دا و، چې د ولسمشرغني د دولت ساز ټاکنیز ټکټ لومړی مرستیال امرالله صالح او د ولسي جرګې غړې ناهید فرید له فرامرز سره په افغانستان پوهنتون کې شریکان دي.
وایي شخصي دوستي له سیاسي تفاوتونو سره بیا هم هماغسې پالي او کوم اغېز نه دی ورباندې شوی.
نور ځوابونه
فرامرز پر مختلفو نورو مسایلو هم وپوښتل شو.
هغه د سولې روانې هڅې پردۍ وګڼلې او پر افغاني محور راڅرخیدو یې ټینګار وکړ.
ده د سولې د ملاتړ ترڅنګ دغه هدف ته رسیدل سمدستي ناممکن وګڼل او د ټاکنو پر زر ترسره کیدو یې ټینګار درلود.
فرامرز په روسیه کې له طالبانو سره د پخوانیو مجاهدینو ناسته شرمناکه یاده کړه او ویې ویل: جهاد او مجاهدین یې کم راوستل!
ډاکټر تمنا رنګین سپنتا د خپل پلار ملګری، کتاب خوښی او پر هرات مېن سړی یاد کړ.
د هرات د وکیلې ناهید فرید په اړه یې وویل، چې ځوانه استازې او با پروګرامه فعاله ده.
یونس قانوني یې د احترام وړ وباله، خو اتمر سره یو ځای تګ یې حیرانوونکی یاد کړ.
د حکیم تورسن په اړه یې وویل، چې د خلکو د برداشت برعکس د ډېر احترام وړ او متفاوت سړی دی.
ده د کرزي له حکومت سره د شوو مرستو پر ناسم مصرف نیوکه لرله او ویل یې چې د کرزي په حکومت کې یې وده کړې، خو د غني حکومت د ځوانانو د پالنې د ادعا برعکس د ده د پرمختګ مخه نیولې ده.
فرامرز تمنا وویل: زما ټوله نقده شتمني ۱۰ زرو ډالرو ته نه رسیږي.