افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

د نوي حکومت جوړیدل او بین الافغاني خبرې؛ بد او بدتر ترمنځ انتخاب او اړتیا یې

لیکنه: غازي عابد
لیکنه او شننه: غازي عابد

له تیرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو تر ټولو توده موضوع دا ده چې بیا ګډ حکومت جوړیږي، جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کیږي او همداسې نور…

پرون خو لا یوه خاکه هم رسنیو ته را ایستل شوې چې ویل شوي همدا نهايي طرحه ده او پر همدې بنیاد د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړوونکی او د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیمونه یو مشترک حکومت جوړوي، خو تر اوسه دا هیڅ لوري تائید کړې نه ده او شاید همدا اوسي او یا هم په لږ توپیر بله طرحه وي.

ځینو خلکو پر ټولنیزو شبکو له دې خاکې خپریدو سره پر ولسمشر غني سختې نیوکې کړي چې ګواکې د خلکو پر رایه یې بیا معامله وکړه، تسلیم شو او د ټاکنو کمیسیون پریکړه عملي نه شوه.

په عین حال کې یو شمیر خلکو یې له دې امله هرکلی کړی چې که دا طرحه واقعیت وي، پرته له ځینو ټکو غوره طرحه ده، ځکه حکومت د ملي یووالي په شان یو حکومت نه دی، بلکې وروستی تصمیم تر ډیره د ولسمشر غني په لاس کې دی او دا کار به ګټه وکړي چې ډاکټر عبدالله د ویټو حق ونه لري او تصامیمو پر وړاندې خنډونه ختم شي.

افغانستان، سوله او د بد او بدتر ترمنځ انتخاب

اول؛ که دا طرحه رښتیا هم وي، نو دا تر ډیره غیرې معمول دي چې انتخابات دې وشي، یو لوری دې بریالی اعلان شي، خو بل لوری دې ونه مني او بیا با وجود د ناکام لوري په توګه هم باید نیم حکومت یا برخه ورکړل شي. دا نه منطقي دي او نه کومه کامیابه تجربه ده، ځکه په ۲۰۱۴م کې همدا تجربه تکرار شوه چې له بدمرغه د دوه دریځۍ او خرابې حکومتولۍ تمثیل یې وکړ.

اوس هم که هماغسې کیږي نو هغومره ګټه او فایده به یې نه وي، ځکه که څه هم دلته دا ځل د اجرایه ریاست په نوم څه نشته چې هر ګام کې ورسره مشوره وشي، نیمه فیصله یو او نیم بل لوری وکړي، خو دا چې ونډه ورکول کیږي، حتمي ده چې ډیر کله به د ولسمشر یا بل لوري په هر ګام کې د بې باورۍ له امله د سلیقوي او ټیم بازۍ چلند له امله جنجالونه رامنځته کیږي او جالبه یې دا چې یوه لویه ډله به دا جنجالونه حلوي چې همدې همدې کې به کلونه تیر، راتلونکې ته به چمتووالی کم او هغه څه چې لږ تر لږه خلک یو ښه حکومت غواړي، تر ډیره به ور ونه رسي.

نور نو مارشالي له مخکې نه په همدې ډول ورکړل شوې، مرحوم مارشال فهیم د څه شي اتل و چې دا مهم ارزښت ورکړل شوی و، نو اوس دې مجبوره وخت کې زما په نظر که دوستم ته افتخاري مارشالي ورکول کیږي، ډیره مهمه نه ده، اوس افغانستان ته نور څه مهم دي چې راتلونکې کې بحث پرې کوو.

پر ټولنیزو رسنیو او ویب پاڼو ویل شوي چې د یوې هوکړې له مخې به عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري کوي

اصلي ټکی دا دی چې زموږ یوه دومداره بې بختي دا ده چې تل د بد او بدتر ترمنځ ځای لرو چې کوم یو انتخابوو، لکه اوس زموږ لپاره بد دا دی چې بیا بریالي او ناکام اعلان شوي د قانون خلاف ګډ حکومت جوړوي او بدتر دا دی چې د نه جوړیدو په صورت کې یې سیاسي کمشکشونه دوام کوي، د کرونا وبا خلاف مبارزې ځای د واک غوښتنې او ساتنې هڅې نیسي، د سولې یوه ډیره مهمه پروسه خرابیږي، د طالب لوري له دریځ پياوړتیا سره مرسته کوي، نړیواله همکاري کمیږي، لکه لومړی ګام چې تر ټولو نیږدې متحد او ملاتړي امریکا پورته کړ، بیرونیو لاسوهنو او پلانونو ته ځکه لا ښه زمینه برابریږي چې داخلي لوري به د یو بل پر وړاندې د پیاوړتیا لپاره مجبوراً د هغوی لاسنیوی خوښوي او بلاخره دا هر څه به د یوه موټي او په تدریجي ډول سره یوه پياوړي افغانستان ته د رسیدو په مخ کې خنډونه جوړوي.

نو که همدې ته هم پام وکړو پوهیږو چې له دې بدتره موږ ته هماغه بل بد (شریک ته ورته حکومت) ښه دی، ځکه حدا اقل له یادو بحرانونو خو بچ کیدای شو.

ځیني خلک لا دا وچ دریځ هم نیسي او تر ډیره پر ولسمشر غني غږ کوي چې دغسې مهال دې هم له زوره، ځپلو او محوه کولو کار واخلي، چې دا په اصل کې ښه ده چې له سرغړونکو سره همداسې وشي، خو هغه هماغسې شرایط، ملاتړ، قوت او موقف غواړي، ځکه دا داسې یو حالت دی چې حتا هغه مخکښه او د وطن د نوي نظام جوړوونکي کسان لکه ښاغلی حامد کرزی او نور رایه نه کاروي، له دې وروسته حتا د کمیسیون پر پایلو چوپتیا غوره کوي یا نیوکه کوي او ددې لپاره منډي وهي چې یو مشارکتي حکومت جوړ شي، نو دغسې مهال څنګه امکان لري چې د ټولو خلاف دې د قانون پریکړه وروستۍ عملي شي او که نه وروستی انتخاب دې زور شي، نه داسې نه شي کیدای ځکه دلته هر لوری پړسیدلی او له بیرونه هم خطرات متوجه دي چې یو یې همدا د سولې په نوم روانه معامله ده.

خو باوجود د هر څه؛ اوس مهال موږ اړتیا لرو چې داسې یو حکومت ولرو چې دا نور هر څه پریږده، یوازې د سولې په اړه یې نظر او دریځ یو وي، نه دا چې د ملي یووالي حکومت ارګ به ویلي چې بشپړ اوربند ونه شي، تر هغې هیڅ ګامونه نه اخلو، خو د حکومت بلې برخې اجرایه ریاست به ددې معکوس دریځ درلود. ترڅنګ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي پر اعلان ان طالبانو نیوکې کولې، خیر هغه خو پریږده، کار یې په کې نشته، داخل کې لوري پرې موافق نه ول او لامل یې دا و چې سیاسي کشمکش روان و.

اوس چې دریځ یو څه یو شو، نو تر ټولو لوی ګام به له طالبانو سره بین الافغاني خبرې وي چې په دې خبرو کې که خدای کول پرمختګ وشو، نو هلته ډاډه یوو چې شاید بیخي څو خواوې حکومت جوړ شي، مانا که طالبان په همدې روان سیستم راضي کیږي، نو ور ګډیږي، بیخي ګډوله حکومت به وي او راتلونکې کې به ددواړو لورو په موافقه په اساسي قانون او نورو برخو اصلاحاتو ته کار کیږي، که داسې نه وي یو موقت حکومت باندې راضي کیږي نو دغسې مهال به تر یو څه وخت وروست یعنې که موقت حکومت یو کلن یا هر څومره وو، له دې وروسته به ټاکنې کیږي چې شاید طالبان په خپلواک ډول ټاکنو ته لاړ شي، شاید برخې برخې او د سیاسي ډلو په ډول شي، شاید له داخلي ځینو لوریو سره ګډ مخته لاړ شي، شاید له دې برحاله لوریو ځیني له طالبانو ملاتړ کوي، یعنې که هر ډول وي، خو له ټاکنو راوتلی حکومت به بیا چارې پرمخ وړي، نو دغسې مهال چې جګړه نه وي، یو لوی ګواښ نه وي متوجې چې له تشې به استفاده وکړي او ترڅنګ یې خدای مه کړه چې بله کومه ډله په بل نوم افغانستان کې جګړې ته نه وي جوړه شوي، نو بیا تر ډیره لانجو ته زمینه برابریږي، ځکه کیدای شي چې د نه منلو لپاره ډیرې بهانې پیدا نه شي، ټاکنیز سیستم یو څه شفاف شي او افغانان په مجموع کې دیته وزګار او بې غمه شي چې څوک واک ته راولي او څوک چې ناقانونه ګامونه اخلي څنګه یې پر مخ ودریږي.

هیله ده، د همداسې یوه وضعیت شاهدان شو، چې بې جګړې غرونه، بې ځانمرګو ښارونه، برق لرونکي بندونه او له سیاسي باج غوښتنو پاک وطن ولرو !!!

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ