Advertisements
افغانستان انتخابات رسنۍ سرسکالو سیاست

کابل ته د محسن داوړ او علي وزیر تود هرکلی؛ پاکستاني رسنۍ یې ولې نه شي زغملی؟

لیکنه: غازي عابد
  • لیکنه: غازي عابد

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو غړو محسن داوړ او علي وزیر وروستی سفر چې پلازمینې کابل ته راغلي، د پاکستان د رسنیو سخت غبرګون راپارولی او پرلپسې منفي تبلیغات کوي.

دوی دواړه چې د افغان ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسمو ته دعوت ول، لومړی اسلام اباد کې هوايي ډګر کې اجازه ورنه کړل شوه، خو په سبا یې بیا لومړي وزیر اجازه ورکړه او د ځمکې له لارې په تورخم کابل ته راغلل.

ننګرهار کې یې هرکلی

ننګرهار ولایت مقام کې د داوړ او وزیر ستاینه

د ننګرهار ولایت چارواکو د محسن داوړ او علي وزیر لپاره تر تورخمه د چارواکو کاروان ولیږه، د جلال اباد – تورخم لاره د ترافیکو په وسیله له رشه پاکه او تاوده هرکلي کې د جلال اباد ښار ته ورسیدل.

دلته جلال اباد ښار کې د ننګرهار والي او نورو چارواکو او ورسره عامو خلکو، ځوانانو او فعالانو پر هغوی وګلان وشیندل، هرکلی یې وکړ او بیلابیلو ډولونو تودو مراسمو یې ښه راغلاست وکړ.

کابل ته تګ او لوړه

وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په امر له کابله، جلال اباد ته الوتکه ولیږل شوه او هغوی یې ژر د لوړې مراسمو ته ولیږدول.

محسن داوړ او علي وزیر وروسته له رسنیو سره په خبرو کې له افغان ولسمشر مننه وکړه چې دوی ته یې لوړه وځنډوله او په الوتکه کې یې تر کابله ولیږدول.

داوړ او وزیر له جلال اباده، کابل ته الوتکه کې ولیږدول شول

هرکلی او د پاکستانیانو غبرګون

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د یادو دواړو څیرو تود هرکلی شو، دې کار د پاکستاني رسنیو غبرګون راوپاروو او په بیلابیلو تورونو سره یې په دواړو پسې منفي تبلیغات پيل کړل.

بیلابیلو پاکستاني رسنیو ویلي ول چې هغوی د افغانستان د څارګرې ادارې الوتکه کې لیږدول شوي او ولې يې تود هرکلی شو.

خصوصاً د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه انځور سخت بد پرې لګیدلی چې محسن داوړ او علي وزیر سره یې کابل کې د لیدلو پرمهال اخیستی دی.

محسن داوړ پرون کابل کې د هرکلي یوې غونډې ته ویلي چې د پاکستان جنرالان او نور چارواکي به له وسلو او ټانګونو سره کابل ته تلل، ولې دوی حق نه لري چې خپل اصلي هیواد افغانستان ته پلي، موټر یا الوتکه کې لاړ شي؟!

له تاوده هرکلي ولې ویره لري؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پياوړو ځوانو رهبرانو له لورې پرمخ روان دی، خو اغیزناک تمام شوی. دا غورځنګ د پاکستان د پوځ له پرلپسې ظلمونو وروسته چې د کوزنیو پښتنو سره یې ترسره کړل، راپورته او د خپلو حقوقو غوښتنه یې شروع کړه.

محسن داوړ او علي وزیر هم ددې غورځنګ له مشرانو څخه دي.

د پاکستان رسنۍ چې تل د پاکستان د پوځ اجنډا پرمخ وړي او لپاره یې تبلیغات کوي، ښکاري چې د پوځ او استخباراتي ادارې په اشاره یې د تخریب سختې هڅې پيل کړي دي. ځکه پاکستان ویریږي چې د کوزنیو او برنیو افغانانو دا ډول یووالی د پاکستان د تجزیه کیدو او نورو هلته محکومو قومونو ته د غږ اوچتولو پیغام ورکوي، نو دوی به تر وروستي حده هڅه کوي چې دداسې یوه اتفاق مخه ونیسي چې په اوس وخت کې یې کوزني او برني افغانان سره بیخي ډیر لري.

محسن داوړ له افغان ولسمشر اشرف غني مننه کړې وه چې دوی لپاره یې د لوړې مراسم وځنډول

د افغانستان خلکو ته په کار دي چې له کوزنیو افغانانو سره خپلو خواخوږیو ته دوام ورکړي او لا یې زیات کړي. که دا ډول د فرضي کرښې دواړو خواوو خلک سره تودې اړیکې ولري نو ډیر ژر امکان لري چې د یوه ولسي پاڅون په ترڅ کې به د پاکستان د پوځ ظلمونو، تروریزم ځالو او اغزن کش شوی سیم چې د افغانانو پر سینه کښل شوی هم نابود او له منځه لاړ شي.

ځکه ولسونه حق لري چې د جابرو حکومتونو په مقابل کې پاڅي او لکه د برلین دیوال یې له منځه یوسي.

نو دا یاد لرئ که دا ډول خواخوږي چې اوس ددواړو خواوو ترمنځ ده، دوام ولري او زیاته شي نو ژر به که خدای کول افغانان له تروریزم، تپلې جګړې او د پنجاب له ظلمونو خلاص شي.

په همدې هیله او د افغانانو د ویښتیا په تمه !

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: