د بلخ مخکینی والي او د جمیعت ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور خبرداری ورکوي چې که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له درغلیو ډکې وي، دی به ان له وسله والو طالبانو سره یو ځای شي.
نور دا خبرې له طلوع نیوز تلویزوني شبکې سره په یوه تازه مرکه کې کړي.
هغه په دغه مرکه کې پر ولسمشر غني توندې نیوکې کړي او ناکام یې ګڼلی.
نور چې د ولایت د دندې پروخت یې د بلخ د امپراتور لقب خپل کړی و، وایي له ولسمشریزو ټاکنو مخکې باید له وسله والو طالبانو سره سوله وشي.
هغه د دې خبرې روښانه هدف یې نه وایي، خو ګومان دا دی چې د موقت حکومت د جوړیدو لپاره لابي ګري کوي.
یا واک یا جګړه؟
عطامحمد نور، چې مخکې یې ځان د وسله والو طالبانو له سرسختو مخالفینو باله، د یو شمېر نورو طالب ضدو څېرو په شان په وروستیو کې یې دریځ یو سلو اتیا درجې بدل شوی.
نور د ماسکو په هغه ناسته کې له طالب مشرانو سره ګډون درلود او خوږې اړیکې یې ورسره جوړې کړې، چې د افغان سولې لپاره د بین الافغاني تفاهم په نوم د حکومت ضدو سیاستوالو په ګډون جوړه شوې وه.
تر هغې وروسته د نور زوی خالد نور د قطر په یوه بله ورته ناسته کې برخه لرله او له طالب مشرانو سره يې لیدلي.
پر افغان سیاستوالو یوه لویه نیوکه دا ده، چې یا واک غواړي او که واک کې نه وي، ان جګړې ته حاضر دي.
د عطامحمد نور او وسله والو طالبانو ترمنځ مخکینۍ اړیکې او یو د بل خلاف خبرې که وکتل شي، هیڅ کوم ګډ ټکی یې ترمنځ د ارزښتونو له لحاظ نه لیدل کیږي.
عطا ځان د مقاومت جبهې( د طالبانو خلاف د احمد شاه مسعود په مشرۍ د جنګیدونکي بلاک) یو ترټولو وفادار سرتېری ګڼي.
دغو دوه مخالفو لوریو اوږده کلونه سره جګړه وکړه او یو د بل ګڼ کسان یې ووژل.
خو اوس نه د طالبانو هغه پخوانی دریځ لیدل کیږي، چې د شمال ټلوالې په اړه یې درلود او نه د شمال ټلوالې هغه دریځ چې د طالبانو په اړه یې درلود.
د یادونې وړ ده، چې عطامحمد نور په راتلونکو ټاکنو کې د سولې او اعتدال په نوم د ټاکنیز ټيم ملګری دی.
دا ټیم د حنیف اتمر په مشرۍ جوړ شوی او ویل کیږي، چې عطا ته یې د واک ګټلو په صورت کې د حکومت د اجرایه ریاست د څوکۍ ژمنه ورکړې ده.