Advertisements
افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

جوړجاړي کې د پمپیو ناکامي او بندیز؛ د سیاستوالو باجګیري افغانستان کوم لوري ته بیايي؟

لیکنه: غازي عابد
  • لیکنه: غازي عابد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه رییس عبدالله سره یې ولیدل.

ښاغلي پمپیو له غني او عبدالله سره تر لیدنو وروسته هم په دې نه توانید چې د دواړو ترمنځ کومه موافقه رامنځته کړي.

وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپاره شول چې دواړو مشرانو انعطاف ونه کړ او په دې سره ستونزه حل نه شوه.

غني او عبدالله څه غواړي؟

ولسمشر اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو او له هغه وروسته په خپلو خبرو کې ویلي چې ګډوله حکومت نه جوړوي، خو یو ټولشموله حکومت جوړولی شي، چې ویل کیږي پرون هم غني پر همدې خبره ټینګار کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې همداسې ویلي.

له بله پلوه؛ ښاغلی عبدالله خو لومړی د ټاکنیزو پایلو د لغوه کیدو خبره کوي او له بله پلوه د ملي حکومت ته ورته بل ماډل حکومت جوړیدو خبره کوي، هغه حکومت چې دی بیا د تیرو پنځو کلونو په څیر د اساسي قانون خلاف واک ولري او حکومتداري وکړي.

د عبدالله د دفتر رییس پرون ویلي چې عبدالله د نظام بدلون غواړي او غني يې نه ورسره مني، ددې ترڅنګ پر ټولنیز رسنیو داسې اوازې خپریږي چې ښاغلی عبدالله د نظام بدلون نه دا موخه لري چې نظام غیر متمرکز شي او فدرالي سیستم ته واوړي، هغه څه چې د افغانستان د تجزیې او نابودۍ لپاره یوه ډیره خطرناکه لوبه ده.

ولسمشر غني پرون له پمپیو سره ولیدل.

د ټولنیزو رسنیو فعالان تور لګوي چې دا طرحه د ایران، روسې او ترکیې ده چې د عبدالله دې ټیم ته یې ورکړې او غواړي پرې عملي یې کړي.

دا لوبه ځکه خطرناکه ده چې افغانستان په هیڅ صورت غیرې متمرکز نظام ته نه دي چمتو، اما یو شمیر پرديو لپاره لوبیدونکي لوبغاړي له پخوا راهیسې دا لوبه پرمخ وړي.

د غني او عبدالله نه جوړجاړي ته د امریکا غبرګون

وروسته له هغې چې مایک پمپیو پرون پر جوړجاړي ونه توانید، نو سم د واره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او پر افغانستان یې د یو میلیارد ډالرو د مرستې د ځنډولو پریکړه وکړه.

اعلامیه کې ویل شوي:

«د امریکا متحده ایالت سخت خواشیني دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر پومپیو ته خبر ورکړ چې دوی په دې نه دي توانیدلي، څو داسې یو ټول شموله حکومت باندي موافقه وکړي چې د حکومتولۍ، سولې او امنیت ننګونو سره مقابله وکړای شي او د افغانستان ولس د سوکالي او روغتیا لپاره هلي ځلې وکړي.»

اعلامیه کې ویل شوي چې دوی به په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې هم خپله یو میلیارد ډالره مرسته کمه کړي.

اعلامیه کې زیاته شوې:

«افغان مشرانو ته مو څرګنده کړه چې موږ به د هغو امنیتي عملیاتو ملاتړ نه کوو چې سیاسي اهداف لري، او نه به د هغو سیاسي مشرانو ملاتړ وکړو څوک چې د ورته عملیاتو امر کوي یا هغه څوک چې د موازي حکومت ملاتړ کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې همداراز راغلي که چیرته افغان مشران ټولشمونه حکومت غوره کړي، چې وکولی شي امنیت خوندي او سولې سره مرسته وکړي، دوی به پر خپل دې ګام بیاکتنه وکړي.

ایا امریکا د لانجې د حل وس نه لري؟

د نړۍ په اوسنیو عصري سیاستونو کې لوبې خورا پیچلي دي، داسې ډیزاین کیږي چې اسانه پرې څوک نه شي پوهیدلی او فکر به کوي چې دا کوم طبعي بهیر دی.

د افغانستان د ټاکنو لانجه هم همداسې ده. امریکا له لوړې وړاندې دا شخړه حلولی شوه، خو حل نه شوه، ځکه دا د امریکا په واک کې وه چې لوري قانع کړي.

خو متاسفانه ښکاري چې امریکا هم لوبه کوي، یوه ته وايي ته په حقه یې او بل ته وايي ته هم په حقه یې. کنه امریکا خو د ډیموکراسۍ او قانونمندۍ خبره کوي، وايي پر دې خبره ولاړ دي او څو ځل یې ویلي هم دي چې هر څه باید د افغانستان د اساسي قانون مطابق مخته لاړ شي، نو چې هغسې تګ یې غواړئ، بیا څه اړتیا ده چې له قانون خطا غوښتنو ته اهمیت او هوا ورکوئ.

ځکه د ټاکنو کمیسیون د یوه قانون تر چتر لاندې عمل کوي او هغه قانون د اساسي قانون مطابق جوړ کړای شوی، نو په دې مانا چې باید درناوی یې وشي. خو ښکاري چې امریکا غوښتل دا خبره همدومره پراخه او سخته کړي، ځکه لومړی زلمي خلیلزاد خواري وکړه، خو وايي بریالی نه شو، بیا یې د بهرنیو چارو وزیر راغی، دی هم وایي بې نتیجې شو، نو له دې معلومیږي چې امریکا لکه د تیر په څیر غواړي داسې یوه حکومت ته لار پرانیزي چې دوه ډلې وي او په اسانه پرې غوښتنې ومنل شي.

اوس په راتلونکي کې له طالبانو سره د سولې د ډیل په شمول، د راتلونکي حکومت جوړولو کې ډیر داسې ټکي شته چې د افغانستان حکومت به یې مخ کې دریږي، نو هغه مهال اړتیا ده چې امریکا له اوسه نه داسې د فشار الې ولري چې حکومت ونه شي کولی په خپل دریځ او غوښتنه ټینګ پاته شي او څه چې د امریکا خوښه او پالیسي وي باید هماغه ته انعطاف وکړي.

له بدمرغه د افغانستان سیاستوال تل پر خپلو سیاسي ګټو پسې شوي، ولسمشر غني باید مخکې او هم اوس کوښښ وکړي چې خپله یو په یو له ښاغلي عبدالله او ترڅنګ د هغه د مهمو ملاتړو سره کیښني او له دې غیرې قانوني ضده یې وباسي.

عبدالله پرون له پمپیو سره لیدلي

ترڅنګ ښاغلی عبدالله باید نور د سیاسي باجیګرۍ نه تیر شي، دا بد فرهنګ دی چې له هرې ماتې وروسته یې نه منم کلک نیولي وي. که دا بل ټيم څومره هم ددوی په وینا په درغلۍ راغلی وي، خو د اکثریت خلکو ملاتړ، د نړیوالو له لورې په رسمیت پيژندنه، د سولې مهمه پروسه او نورو خوا ته په کتو هم باید د هیواد مهمې ګټې په پام کې ونیول شي او یو ملي مصلحت وشي، لکه څرنګه چې حکومت ورته د ټولشموله حکومت وړاندیز کړی. خو دا وطن هلاک کوي چې په حکومت کې دې بل حکومت جوړ شي. ددغسې یوه حالت هیڅوک ملاتړ نه کوي، ځکه اوس پخوانی افغانستان نه دی، ځوان سیاستوال پوهیږي چې څه وکړي او د افغانستان ګټې له هر څه ورته مهمې دي.

په عین حال کې باید د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول نور مطرح سیاسي څیرې هم د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، نه د بې ځایه ملاتړ او څرګندونو په کولو سره. متاسفانه دوی هم پرځای ددې چې دا کشاله حل کړي، له خبرو یې ښکاري چې د حل لپاره یې ډیره علاقه نه لري او څومره چې د اساسي قانون خلاف حکومت جوړیدای شي دوی یې ملاتړ کوي.

نو دې هر څه ته په کتو باید ملت متوجه اوسي، که امریکا مرستې بندوي، یو شمیر اشخاص د افغان ځواکونو خلاف د پورته کیدو خبره کوي یا زموږ له قوانینو سرغړونه کوي، نو باید سراسر یې پر ضد غږ پورته کړل شي او ورته ووايي چې ستاسې د سیاسي ګټو لپاره د افغانانو ملي ګټې نه شي تر پښو لاندې کیدای او هیڅ کله به اجازه درنه کړو چې داسې څه شي.

په ځانګړي ډول باید پر ټولنیزو رسنیو خپلو څرګندونو ته ډیر پام وکړو او هر څه مو باید د موازي حکومت د ملاتړ، د دښمنانو تبرونو ته د لاستو اچولو پرځای په افغانستان کې د پياوړي حکومت د ټینګښت لپاره وي او داسې څه باید ووایو او خلک تشویق کړو چې زموږ لاسته راوړنو ته زیان وانه ړول شي. خو ددې ترڅنګ باید ولسمشر غني او حکومت یې تشویق کړل شي او ان ولسي فشار پرې راوړل شي چې جوړجاړي ته ډیر لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د ملت د استازي په توګه ملت په یوه بله کشاله کې ترې ونه غورځیږي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: