پاکستان: که مو پاکستاني طالبانو سره خبرې بریالۍ نه شوې، افغان طالبان به یې وځپي

سپینه تجريدي ډیزاین

پاکستاني چارواکي وایي، چې افغان طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې که د پاکستان حکومت سره د پاکستاني طالبانو خبرې ناکامه شي، دوی به یې په ضد پوځي عمليات وکړي.

د ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې طالب چارواکو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد هېڅکله ونه‌کارول شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان یادې ورځپانې ته ویلي، چې دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې يې ده په ترهګرو ډلو کې به ځينې خبرو ته تیار شي او د ځينو پرضد به پوځي عمليات وشي.

سفیر منصور خان زیاته کړې، چې په کابل کې د طالبانو حکومت هېڅکله هم نه‌دي ویلي چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ به کوي او یا به دوی ته ځای ورکوي.

هیره دې نه وي چې څه موده وړاندې عمران خان د ترکیې له ټي‌ار‌ټي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې حکومت یې د افغان طالبانو په همکارۍ د پاکستاني طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني ویلي چې د دوی او پاکستاني حکومت تر منځ د مذاکراتو په تړاو خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړې ده چې د دوی هدف په پاکستان کې اسلامي نظام دی او څو پورې چې یې یاد هدف نه وي تر لاسه کړی د پاکستاني ادارو پر ضد به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی له پاکستاني دولت سره د خبرو لپاره څه نه لري.

هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې ګوندې د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني حکومت ترمنځ د روغې جوړې پټو خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

له یادو خبرو څخه باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان حکومت د مهمو طالب مشرانو په ګډون د هغوی د ۱۰۲ تنه زندانیانو پر خوشې کېدو رضا شوی دی او ډېر ژر به دغه زندانیان را خوشې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي