موږ مسلمانانو یو او د مسلمانانو عقیده او قوت په دې کې دی، چې هر غم ته د صبر په پټۍ ملا تړي… په صبر سره نه تنها چې غم یې کمېږي، بلکې ایمان یې قوي او الله تعالی ځنې راضي کېږي. ثواب و اجر یې ورکولی کېږي.
خو دا د صبر پټۍ ته د غم په وخت کې چې تنګ او په ډېر سرعت سره انسان باندې راځي څنګه لاس اچول او ملا پرې تړل کېږي څنګه او چیرته ده؟!
ـ راځئ د غم په وخت کې د دې پټۍ تر لاسه کولو لپاره خپل رهنما پیغمبران تعقیب او د هغوی لاره عملي کړو، چې څرنګه به یې صبر و زغم درلود د غم په وخت کې.
ـ هېڅکله چې د ژوند او شرایطو بار درباندې دروند شو، خپل همت له لاسه مه ورکوئ. بلکې هغه څه ووایاست چې د الله بندګان یې په قران کې خپل رب ته وايي:
“اې زما ربه! زموږ په اوږو، زموږ له وسې پورته بار مه ږده.”
ـ که کله تاسو ته نږدې څوک ستا لمن پرېږدي، یا هم هغه څوک ستا له ژونده لاړ شي، چې نه باید ستاسي له ژونده تللی او یوازې کړي وای، ظاهره ده چې ستاسې زړه به ماتېږي، چیغې او واوېلا به غواړي، نو ځان له لاسه مه ورکوئ، ژاړئ مه، بلکې هغه څه ووایاست، چې زموږ ګران نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د خپل زوی په مړینه ویل:
زړه یې غمجن ږ، سترګې یې له اوښکو ډکې وي، خو دوی به په خپله ژبه یوازې هغه څه ویل، چې څښتن تعالی پرې راضي کېده.
ـ هر کله چې ستاسې غم دومره ډیر شي، او ستاسې غرور د دې اجازه نه درکوله، چې د خلکو سره دې خپل غم شریک یا ورته څرګند کړئ، او غم مو هم د زغملو وړ نه وي،نو هغه څه ووایئ، چې یعقوب (ع) ویلي و:
“زه د خپل غم او خفګان ګیله خپل رب ته کوم.”
ـ که کله کوم مصیبت درباندې راشي، د خپلو ټولو شته امکاناتو با وجود یې هم د لېرې کولو توان نه لرئ، نو هغه څه ووایاست چې ایوب (ع) خپل رب ته ویل:
“زما ربه! ما سره مرسته وکړه، زه بې وسې یم.”
ـ کله چې تاسو په خپل رب بشپړ باور ولرئ، د هغه په معجزو باور ولرئ، خو شرایط ستاسو هیله ناممکن کوي او شیطان ستاسو په زړه کې وسوسې در واچوې، ولو که دعا قبلېدل څومره هم ناممکن وي، بیا هغه څه ووایاست چې حضرت زکریا (علیه السلام) خپل رب ته ویلي و:
“بېشکه، زه هېڅکله د خپل رب څخه ناهېلې شوی نه یم.”
ـ که له تاسو کله تېروتنه یا ګناه وشي او د دې (تیروتنو، ګناه) پیټی تاسې تیاره لارو ته برابروي، نو هغه څه ووایاست، چې “یونس علیه سلام ” خپل رب ته وویل:
” زما ربه! له تا پرته بل معبود نشته، ټولې ستاینې ستا لپاره دي، او زه له ظالمانو څخه یم.”
ـ ځینې ازموینې په هر حالت کې انسان باندې راځي، چې دا د ازموینې په څېر تیرېږي.
که په همت سره یې ځوابوئ، نو ورته ووایئ:
” هره ستونزه اسانتیا / حل لري.
بېشکه، چې ستونزه حلېدونکي ده.”