فبروري 26, 2021

په چین کې تر ټولو لوی جومات چې د ۲۰زره لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري

لیکنه: حمیدالله حمیدي

په چین کې د ۴۰ میلیونه په شاوخوا کې مسلمانان ژوند کوي. د کاشغر د عیدګاه جومات د چین د «شین جیان» ایالت د کاشغر په ښار کې تر ټولو لوی جومات دی.
هغه کسان، چې کاشغر ته ځي، د عیدګاه له جومات څخه ارو مرو لیدنه کوي، ځکه دغه جومات د کاشغر له تاریخي ځایونو بلل کېږي.
د کاشغر د عیدګاه په جومات کې پر پنځه وخته لمونځ سر بېره د جمعې او اخترونو لمونځونه هم ادا کېږي، چې پر یو وخت د ۲۰ زره لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري.
د کاشغر د عیدګاه جومات په ۱۴۴۲ کې ودان شوی، چې بیا په ځلونو ځلونو رغول شوی هم دی. دغه جومات په ۱۶ زره او ۸۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري.
(کسموجیان) له ماشومتوبه تر بوډا توبه پورې خپل ټول عمر د همدې جومات په څنګ کې تېر کړی، هغه وایي: “زما کور د همدې جومات په خوا کې دی، خوشاله یم، چې پنځه وخت لمونځ په جومات کې کوم. د جومات اوسنی حالت له پخواني هغه سره ډېر توپیر لري، ځکه ډېر ځله له سره رغول شوی دی.
په ۲۰۰۰ م کې حکومت د دغه جومات د بیا رغولو لپاره یو مېلیون او ۵۰۰ زره ین ځانګړي کړل او جومات یې له سره ورغاوه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*