مهر څه دی، د چا لخوا مېرمنې ته ورکول کېږي او په اسلام کې د مهر په اړه څه حکم دی؟

رنګین تجريدي ډیزاین

 

ځينې دودونه په ټولنه کې په خپله بد نه وي او په ډېرو برخوکې په زړه پورې او ګټور هم وي، خو دا ډول ځانګړتياوې په ټولنه کې ښې پايلې نه لري.

دود دستور هم ښې او هم بدې پايلې لرلاى شي، تر هغه ځايه چې په افغاني ټولنې پورې اړه لري، تر ټولو ډېره بده برخه يې د نارينه د بې زياته واکمنۍ دود دى، چې دا دود له تاوتریخوالي سره مل وي او د دې تاوتريخوالي زیاتره قربانيان ښځې او نجونې دي، ځکه چې د دوى یوه مجبوري دا ده چې د نارينه وو د تاوتريخوالي په وړاندې چپ او خاموشه دي.

په دې اړه خبره تر هغه ځايه رسي چې حتا نجلۍ نشي کولاى چې د خپلې راتلونکې لپاره چې د خپل د ژوند دشريک لپاره خپل تصميم ونيسې، هغه بې واکه وي او نور دي چې د ژوند د برخليک په اړه پرېکړې کوي.

په دې برخه کې به د مهر په اړه خبرې وکړو، چې ميرمنو ته نه ور کول کيږي او له خپل شته حق څخه بې برخې دي:

مهر د نکاح له شروطو څخه ګڼل کېږي چې د نکاح په وخت کې ټاکل کېږي او مېړه مکلف دی هغه خپلې مېرمنې ته ورکړي، یانې د مهر غوښتلو او ټاکلو حق د مېرمنې دی او هر وخت چې زړه وغواړي له خاوند نه یې تر لاسه کولای شي.

زموږ په ټولنه کې ډېری وخت مېرمنو ته مهر په سمه توګه نه ورکول کېږي، دا د نجلۍ خپل حق دی، خو دلته مهر د نجلۍ کورنۍ اخلي او په خپله ګټه يې کاروي چې دا يو ډېر بد عمل دی .

د اساسي قانون د څار د کمېسیون غړی او دیني عالم ډاکتر عبدالروف هروي په خبرو چې يوې رسنۍ سره يې په مرکه کې وکړې وويل :
د مهر کرامت په دې کې دی چې په دې سره ښځې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او د کورنۍ هېڅ یو غړی دا حق نه لري چې په دې مال کې شریک شي.

یوه اندازه پیسې چې د نجلۍ پلار یې په واده کې د هلک له کورنۍ نه اخلي او نجلۍ ته په کې هېڅ هم نه ورکول کېږي دوی داسې فکر کوي چې دا د نجلۍ حق دی خو په حقیقت کې دا پیسې د نجلۍ پلار په خپل جیب کې اچوي یا ځینې کورنۍ داسې دود لري چې کله نوې ناوې کورته راولي نو په هماغه وخت کې ورته وایي چې دا کور، ځمکه یا ورته سره اخلو نور وسایل د دې ناوې شول، خو د وخت په تېرېدو سره بیا دا خبره له یاده وځي او مېرمنې په دې نه پوهیږي چې دوی ته د مهر په نوم یو څه ورکړل شوي وه.

مهر څه دی، د چا لخوا مېرمنې ته ورکول کېږي او په اسلام کې د مهر په اړه څه حکم دی؟

دیني عالم احسان الحق حنفي وایي مهر د ښځې قانوني حق دی چې د خاوند له خوا خپلې مېرمنې ته ورکول کېږي او د نکاح له مهمو شرایطو څخه ګڼل کېږي.

کوم حقوق چې ښځو ته اسلام ورکړي دي نه بايد ورڅخه سرغړونه وشي ځکه دا د دوی خپل حق دی او له د چا شته حق اخيستل ظلم او ستر جنايت دی.