فرهاد دریا: منظور پښتین د هر قوم استازولي کوي او د هر مظلوم په دفاع کې ولاړ دی

رنګین تجريدي ډیزاین

د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دريا پر خپله فېسبوکپاڼه د پښتین ژغورنې غورځنګ مشر “منظور پښتون” په اړه ليکنه کړې.

فرهاد دریا لیکلي وايي، حساس او له هيجاني وخت دى! د هرې سيمې له ګوټ ګوټ څخه د عدالت/ حق غوښتنې غږ پورته شوى. د ټولنو مظلوم پوړونه، قومونه او ملتونه ورځ تر بلې يو غږ کېږي.

هغه ویلي:

«د بشري حقونو لپاره په دې عدالت غوښتونکي متن کې د”منظور پښتين” په څېر نوم او رول نشو هېرولى. پښتین نه سياسي رهبر او نه کوم حکومتي چارواکى دى. هغه د عادي کس په څېر، د جګړو، بې عدالتيو او د پاکستان د نظام او استخباراتو د ظلم له منځه را ولاړ او دا دى دا غږ يې نړيوال شوى دى.»

پښتین د ټولو غږ

فرهاد دریا وايي، منظور پښتین په ځلونو د بدخشان، تخار، هرات، ننګرهار، لوګر او غزني لپاره اوښکې توى کړي دي. او د دشت برچي هزاره قوم نسل وژنې او بشر ضد جنايتونو لپاره غږ پورته کړى.

نوموړي لیکلي:

«په ياد مې دي چې کله چې د افغانستان-مدني فعاله- فرشته کوهستانۍ ترور شوه، پښتين په فارسي ټوېټ کولو د دغه جنايت پر ضد غږ پورته کړ. که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د ظلم لاندې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، خو ستونى يې په دواړو هېوادونو کې د هزاره، ازبک، تاجک، پښتنو او مظلومو لپاره فرياد کوي.»

د دریا په وینا؛ د جنګي جنايتونو، بشري ضد او د هزاره قوم وژنو ضد او د منظور پښتين، غورځنګ به اسانۍ يو غږ کېداى شي. ځکه زموږ درد او دښمن يو دى او منظور د ستونزو محراق په نښه کړى دى. هغه په اصطلاح د پاکستان د بېرغ او زنې لاندې د پاکستاني حکومت پر ضد غږ پورته کړى. شعار يې يوه نړۍ خبرې لري.

پښتين وړاندې وايي:

«يى جو دهشت ګردى هى، اس کى پيچى وردى هى” يانې ” په سيمه او افغانستان کې د بدبختۍ مسوول د پاکستان حکومت او استخباراتي دستګاوې دي.»

د پښتین خولۍ زموږ ده

فرهاد دریا د منظور پښتین په اړه وړاندې کاږي:

«جالبه ده هغه خولۍ چې پښتين يې پر سروي او په سلګونه زره لارويان هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ سمبول ګڼي، په اصل زموږ د بدخشان ده، چې اوس يې بيا نړيوال شهرت ترلاسه کړ.»

هغه پر ټولو غږ کړی چې اوس د توکمپالنې وخت پاى ته رسېدلى. هېڅ قوم او ملت پر بل د غوره والي ادعا نشي کولى او انسانيت سرحد نه لري.

فرهاد دریا دا غږ داسې مهال پورته کوي چې له تیرو څو کلونو راهیسې منظور پښتین او په سلګونه زره پلویانو یې په لروبر کې خپل غږ پورته کړی او د مظلوم د حقوقو د اعادې لپاره یې مبارزه روانه ساتلې ده.

یوازې دریا دا نه وايي، بلکې ټوله نړۍ کې د منظور پښتین په مشرۍ د راپورته شوي غورځنګ غوښتنې پرځای بلل شوي او هغه یې د مظلوم خلکو د حقوق لوی مدافع بللی.

باید وویل شي چې د منظور پښتین په مشرۍ غورځنګ هره ورځ د ډیرو پر لور روان دی. پلویان یې وايي، تر هغې به مبارزې ته دوام ورکړي چې تر څو یې د ظلمونو مخه نه وي نیولي.