ماشومان ولې کیسه اوریدل او لوستل خوښوي – تکړه کیسه لیکونکې سره مرکه

ماشومان ولې کیسه اوریدل او لوستل خوښوي؟ په دې اړه به یې د هیواد له تکړه کیسه لیکونکې نعیمه غني څخه واورو:
د هیواد تکړه لیکواله او شاعره نعیمه غني، چې د ماشوم ادبیاتو په برخه کې یې هم ډېر کار کړی او لا هم په دې برخه کې لګیا دی، چې د هیواد د بېوزله او نالوستي ولس بچیبو ته کیسې ولیکي، کتابونه وژباړي او چاپ یې کړي. دا چې اغلې نعیمې جانې څنګه او څه وخت د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې کار پیل کړی، په دې اړه به یې له دې څخه واورو:

مرکیاله شبانه پوپلزۍ:
مرکه کېدونکې: نعیمه غني:

شبانه پوپلزۍ: سلامونه نعیمه جانې هیله ده، چې جوړه به وې او ژوند مو په خیر وي. مصروفیتونه او کارونه مو په خیر تېریږي؟
نعیمه غني: مننه شبانې جانې! سلامونه تاسې ته او درنو لوستونکو ته هیله ده، چې ته هم جوړه وې، ژوند او مصروفیتونه دې په خیر وي.

پوپلزۍ: نعیمه جانې څه لامل شوه، چې د ماشومانو له پاره کیسې ولیکئ؟
غني: ماته به مې پلار په ماشومتوب کې کیسې ویلې او زما کیسې ډېرې خوښې وې، کله چې رالویه شوم او لیکل لوستل مې زده کړه زما به ډېر خوښېدل چې کیسې ولولم، خو هغه وخت د ماشومانو له پاره په کتابونو کې کیسې ډېرې کمې وې، نو کله مې چې لیکل پیل کړه ما د اړینه و ګڼله چې د ماشومانو له پاره کیسې ولیکم نو ځکه مې کیسه لیکل پیل کړه.

پوپلزۍ: لومړنۍ کیسه مو څه وخت او په کوم نوم لیکلې؟
غني: لومړنۍ کیسه مې د اتل به ستوري راوړي په نوم دی، چې په ۱۳۹۱ کال کې مې ولیکله چې زما دې کیسې د نوموړي کال د زري کړکۍ جایزه وګټله او بله کیسه مې چې سوله او طبیعت نومېږي د افغانستان د مطالعاتو د مرکز له خوا په ۱۳۹۷ کال د لس غوره اثارو په لړ کې د جایزې ګټونکې شوه او د کتاب په بڼه چاپ شوه.

پوپلزۍ: تاسې تر اوسه د ماشومانو له پاره څومره کیسې لیکلې که یې په لنډ ډول راته و وایاست؟
غني: هغه کیسې مې چې د کتاب په بڼه چاب شوي تر شپاړسو کیسو رسېږي، چې د هغو نومونه دا دي:
اتل به ستوري راوړي
سوله او طبیعت
د خاورې ښاپیرۍ
ژیړه زرغونه
د ښامار ډالۍ
پیښو او پنیر
شپږ سترګې
د سیند پیغله
هوښیاره وزه
تحفه اژده ها
دختر دریا
شش چشمي
او رنګین کمان دي.

پوپلزۍ: نعیمه جانې تاسې چې تر اوسه د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې کار کړی، ستاسې کارونه څومره ستایل شوی؟
غني: هو زما هڅې د هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په ۱۳۹۶ کې وستایل شوې او د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې یې د میوند د معرکې اتلې ملالۍ مډال راکړ. او بیا په ۱۳۹۷ کال د ماشوم ساتنې د نړیوالې موسسې له لوري ستاینلیک راکړ شو.

پوپلزۍ: تاسې د ماشومانو د کتابونو له پاره یو بنسټ لرئ، ستاسې د بنسټ نوم څه دي او په بنسټ کې مو څه فعالیتونه کړي؟
غني: بنسټ مو د ماشوم ادبیاتو ملي بنسټ نومېږي او د ماشومامو له پاره د کتابونو د چاپ او خپراوي په برخه کې کار کوو، چې تر دې دمه یې ۵۰ عنوانه کتابونه د افغانستان په شپږو ژبو چاپ کړي دي.

پوپلزۍ: اغلي غني ستاسې په اند ماشومان ولې کیسې خوښوي؟
غني: کیسې نه یوازې د ماشومانو بلکې زموږ ټولو خوښې دي، ځکه چې په کیسو کې موږ د خپل ذوق سره سم هغه موضوعات اورو او لولو چې موږ ته خوند راکوي، تجربه ترې اخلو، د نورو په تجربو کې شریکېږو، هغه ځای او حالتونه چې له موږ څخه لیرې او پردي دي د کیسو په مرسته یې شریکولی شو.

پوپلزۍ: پخوا د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې کار په نشت حساب دی، اوس اوس چې د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې کار شوی، ستاسې په اند څومره د قناعت وړ دی؟
غني: بلکل په دې برخه کې په وروستیو کې شوې هڅې د یادونې او قدر وړ دي؛ خو کافي نه دي او لا ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي.

پوپلزۍ: د افغانستان غوندې یوه هیواد کې د ماشومانو له پاره باید په کومو موضوعاتو کتاب ولیکل شي، یعنې د کیسو موضوعات باید څه وي؟
غني: هره هغه موضوع چې نن ورځ ماشوم ورسره مخ دی، هغه موضوع د کیسه لیکلو او را سپړلو ده، خو دا چې موږ په ټولنه کې محدودیتونه لرو، دا بیا بېله خبره ده.

پوپلزۍ: څنګه کولای شو، چې ماشومان له کتاب لوستلو سره مینه وال کړو؟
غني: که ماشومانو ته د دوی په ذوق کتابونه ولیکل شي، د مطالعې وخت یې په خوښه و ټاکل شي او مطالعه پرې په زوره تحمیل نه شي، بلکې ورته د یوې لوبې په څېر وړاندې شي، نو ماشوم به له مطالعې سره مینه پیدا کړي.

پوپلزۍ: اغلې غني نن د ماشوم نړیواله ورځ ده؛ ستاسې په اند ماشوم ته به غوره ډالۍ څه وي؟
غني: په دې برخه کې به د یوې لیکوالې ځواب پرته له شکه دا وي، چې (کتاب) دې ورته ډالۍ شي.

پوپلزۍ: د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته و وایاست، چې د ماشومانو د غوره روزنې له پاره څه اړین دي او کوم ډول کتابونه باید ورته ولیکو؟
غني: ماشومانو ته باید په کتابونو کې نړۍ او ښکلاوې یې وروښودل شي، د انسان کرامت، ښېګڼې او له ځان او نورو سره سوله وروښودل شي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ