زموږ سيارې څو ځلي د اسماني کاڼو سره ټکر کړی دی؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 

داسې راپورونه چې په راتلونکې اسماني کاڼي د ځمکې سره ټکر کولای شي، ناممکنه نه دي. خو په اصل کې څو ځلي اسماني ډبرې د ځمکې سره لګېدلي دي؟

ښايي فکر وکړئ چې د ځمکې سره د اسماني ډبرو لګېدل حقيقت ونه لري، مګر په حقيقت کې هره ورځ اسماني ډبرې د ځمکې سره لګېږي، یوازې اندازه يی دومره لويه نه وي چې موږ ورته متوجې شو.

هره ورځ، د سل ټُنه په اندازه د اسماني ډبرو ټوټې چې د ريګ يا له هغو څخه لويې وي د ځمکې اتموسفیر ته داخلېږي او اتموسفیر کې سوځي. په کال کې يو ځل د موټر په اندازه یوه سياره د ځمکې له اتموسفیر سره لګېږي او همدارنګه په مکمله توګه سوځي او د اور  یوه ليدونکې اسماني ګلوله جوړوي .

يوه اسماني ډبره چې قطر یې د ۵۰ تر ۷۵ مترو وي، کولای شي په سیمه‌ییزه سطحه زیانونه پېښ کړي. مثلا په ۱۹۰۸م کې، په دغه اندازه ډبره د سايبريا پر سر انفجار وکړ او ۲۰۰۰ کېلو مټر مربع ځنګل يي له منځه يووړ . داسې اټکل کېږي چې دا ډول ډبرې  په هرو ۱۰۰۰  – ۳۰۰۰ کالونو کې يو  ځل د ځمکې سره لګېږي.

د ۳۰۰ مټره په اندازه د اسماني ډبرې لګېدل، څو کېلومتره سوری او کنده جوړوي او ممکن په مليونونو وګړي مړه شي . داسې ویل کېږي، چې هر ۷۰ کاله وروسته دا ډول ټکر رامنځته کېږي. خو د يو کېلومټر په اندازه ډبره د ټولې نړۍ د زیانمنېدو سبب کېږي، دا ډول سترې ډبرې په منځني ډول هر 600.000 کاله وروسته يو ځل د ځمکې سره ټکر کوي .

د مکسیکو په “چيکسالب” ( Chicxulub )  کې ټکر د همدا ډول ټکرونو مشهوره او  لويه پېښه ده. دا لګېدنه سبب شوه چي دايناسورونه 66 مليونه کاله وړاندې له منځه لاړ شي. مګر د چيکسالب سياره د  تاريخ ستره سیاره نه وه چې د ځمکې سره لګيدلې. څيړونکې پر دې باور دي چې دا سوری/ کنده (وردفورت (  Vredefort Crater  په جنوبي افريقا کې د ۳۰۰ کیلو مټره قطر سره، د داسې اسماني ډبرې په واسطه رامنځته شوې، چې تقریبا د مکسیکو د ډبرې دوه برابره وه. د وردفورت کنده ډيره پخوانۍ ده، دوه مليارده کاله وړاندې …