ژباړه
یوه ورځ د داسې چا سره مخ کېږئ، چې ستاسو تېر وخت ته ارزښت نه ورکوي؛ ځکه غواړي چې راتلونکې کې مو ترڅنګ اوسي. (الفرد ـ هیچکاک)
پلار مې وویل انسانان په دوه ډوله دي: بښونکي او اخیستونکي. اخیستونکي ښه خوري خو بښوونکي ښه خوب کوي. (مارلو توماس)
ژوند عمر کول نه دي؛ بلکې پرمختګ دی. عمر تېرول داسې کار دی چې حیوانان یې هم کولای شي. خو پرمختګ د لوړ انسان موخه وي، چې ځینې محدوده وګړي دا غوښتنه درلودای شي. (جورج برنارددشو)
د بریا لپاره باید له درېیو مرحلو څخه تېر شو: لومړۍ مسخرې درباندې کوي وروسته د ډېر خشونت سره ستاسې مخالفت کوي او له هغه وروسته پر تاسو ایمان راوړي. ( ارتور ښوپنهاور)
د یو څه ځای هېڅکله بل څه نه نیسي، نه تور ورېښتان نه سپین غاښونه. (حسین پناهي)
تاسو یوازې هغه وخت ځواک ته اړتیا لرئ، کله چې د یو مضر کار د ترسره کولو اراده ولرئ. له دې پرته د هر کار ترسره کولو لپاره مینه بسنه کوي. (چارلي چاپلین)
ځینې وخت د بحث پر ځای مخامخ لوري ته یوازې ګورې او حیرانه کیږې چې دا دومره بې عقلي څنګه په دې وړوکی مغز کې ځای شوي. (الپاچینو)
ژوند لکه دوې څرخې په شان دي. د دې لپاره چې وکولای شو خپل تعادل وساتو باید تل په حرکت کې اوسو. (انشتین)
هر څوک باید په ژوند کې یو څوک ولري، چې دا حس وکړي چې په نه اوسېدو یې ټوله نړۍ خرابیږي! که په خپل ټول عمر کې مو داسې څوک نه درلودل، نو یوازې عمر مو عبث تېر شوی. (الهی قمشه یی)
خپل ټول فکرونه هغه کار ته ټول کړئ کوم څه چې ترسره کوئ. (ګراهام بل)
تل دا په یاد ولرئ چې نړۍ هېڅکله ستاسې منندویه نه ده؛ ځکه ستاسو څخه مخکې هم شتون درلود. (جان استیل)
کله چې تاسو بدبینۍ باندې عادت وکړئ، نو هغه وخت بدبیني هم لکه خوشبیني خوښونکي وي. (ارنالد بنت)
له دې نه مخکې چې چاسره ژمنه وکړئ اول خپله وړتیا ته وګوړئ بیا ځواب ورکړئ. (ارد بزرګ)
ژوند یوازې یو ځل دی نو یوازې هغه کارونه وکړه چې خوشحاله کوي دي او هغه چاسره اوسه چې ستاسې د موسکا سبب کېږي.