د دې وطن بچو ته؛ خوب!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکواله:  مهر تاج

وختونه وروسته سره راټولې شوي وو، د شنو چایو، ګوړې او پېښوري مومپلیو مجلس جوړ وو. یو کوچني په وارخطایۍ او ویرجنه څهره خونې ته رادننه شو، مخ یې ګلالۍ ته ور واړاوه او په ساه‌لنډۍ یې ورته وویل:

ګلې خور! ګلې خور! بام ته ختلی وم، ومې لیده چې کېږدۍ مو اور اخیستی، کلي کې مو ځای ځای د اور لمبې لیدل کېږي او جونګړې مو سوځي.

د ګلالۍ له لاسه د چایو پیاله پرېوته او مخ په وره یې سرتور سر منډه کړه. له مټه مې راونیوه چې په دې توره شپه چېرته ځغلې؟

ګلالۍ چیغې وهلې… زه باید ځان ورسوم، زه باید لاړه شم…

ترلو یې خپلو منځو کې یوې بلې ته وکتل او په تمسخر یې وریځو کې یوې او بلې ته شفرونه لېږدول… زړه مې له کرکې ډک شو، اخر یې هم د تربورولۍ رخه زړه کې وه په نابودېدو یې خوښېدلي.

ـ هغه مخکې زه هم ورپسې له شا راهي شوم. ستړې منډې مو ووهلې. اخر هم لوړې ته ورسیدو. زمونږ او د دوی د کلیو ترمنځ بېلتون یو لوی او ژور سیند و، چې کلیوال به د اوسپنې په یوه زاړه ډولۍ (زانګو) کې په ملا کړوپ او ستړي تار پورې وتل. زانګو مو را اېله او دواړه پکې سپرې کښېناستو. د شپې تیاره وحشتناکه وه او سیمه هم غرنۍ. زاړه زانګو او داړونکی سمندر؛ خو موږ دوه پېغلې داسې یو افت په مخه کړي وو، چې دې ډار ته هېڅ متوجه نه وو.

کلي ته په نږدې کېدو مو ځای ځای د اور لمبې تر موږ رانېږدي کېدي، یوه له بلې ور مخکې کېدلو ترڅو د کلي هدیرې ته ورسیدو … ومو لیدل چې د اور لمبې د ښامار د خولې نه، بلکې د جګو لوړو مشالونو دي، لکه د اولو پېړیو د رڼا چراغونه… د هر یو مشال لاندې یو د ماشومانو ټولګی ناست وو. هر ټولګي کې یوې لویې ډبرې ته توره تخته ایښودل شوې، او ښوونکي د مشال رڼا ته د تور ښامار او د زده‌کړو مخالفینو له وېرې په هدیره کې یې د شپې لخوا ښوونځی پرانیستی او د دې وطن بچو ته؛ «د وطن زخمې او له منځه تلونکي وجود کې د ساه پو کولو او بیا رغېدو لپاره درس ورکوي …»

وجود مې بې حسه او پښې سستي شوې، په ځمکه پر کاله په ګونډو شوم، لاسونه مې له اوږو وخویېدل، سترګې مې بې اختیاره له سړو اوښکو ډکې شوې، له خوشالۍ نه مې سر آسمان ته پورته کړ، خپل خدای ته په ګیلو او منننې لګیا شوم، معجزه وه… د کلي د سوځېدو لمبې نه، بلکې د هېلو د غوړېدو څرک و…

د زړه درزا مې تر لېرې اورېدل کېده، سلګۍ مې له ستونې ازادي او په کړیکو بدلې شوې، په چیغو چیغو مې ژړل چې مور مې سر په غېږ کې ونیوه او په زوره زوره یې له اوږو وخورولم…

_ لورې وېښه شه! وېښه شه! کلمه دې ووایه! فکرکوم کوم بد خوب و… بس تېر شو …

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.