پوهنه خوندیتوب ځوانان او زده کړې روغه سټه کلتور او هنر

ږیره، د زامې له هډوکو ساتنه کوي

ژباړه: نسیمه محمدي

څېړونکي باور لري، چې ږیره د فزیکي ضربو د زیان په مخنیوي کې رول لري.

د یوې تازه ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي، د نارینه وو ږیره/ د مخ وېښتان، پر مخ د ګوزار شدت کموي او د ژامې هډوکي د زیانمن کېدو څخه ساتي.

څېړونکو د چارلز داروین د نظریې په استناد، پر دې بنا چې د زمري یا د دې حیوان له مخ څخه ساتنه کوي، په دې وروستیو کې د دې تئورۍ د پېژندنې لپاره په آزمایښتونو پیل کړی، تر څو پوه شي چې آیا د انسانانو په اړه هم صدق کوي که نه.

د څېړونکو په وینا، دې ته په پام سره چې « ښکتنۍ زامه په سطحي ډول په وېښتو پوښلې ده، یو له څرګندو هډوکو څخه ده، چې د تاوتریخوالي او وهلو ډبلو پر وخت د کسر/ ماتېدو سره ډېره مخ کېږي.» داسې ښکاري چې ږیره احتمالاً «د ضربو په وړاندې فزیکي ساتنه کوي.»

پوهانو د دې تئورۍ د آزمایلو لپاره، د اپوکسي د پوښ له ترکیب څخه د انسان د زامې پر ځای استفاده وکړه او څرنګه چې متوجه شول «د ږیرې سره د مخ پوستکي واقعي نمونه د انسان له جسد څخه عملي نده»، د پسه له پوستکي د هغې د پوښلو لپاره ګټه واخیسته او وروسته یې د پڅ شي سره، ګوزار وکړ.

څېړونکو په دې آزموینو کې، د پسه د درې ډوله پوستکي او پشم څخه کار واخیست، تر څو یوه بشپړه بېلګه جوړه کړي.

هغوی هممهاله د تراش شویو وېښتو نمونې زامې څخه د ساتنې لپاره، د وېښتو د پیاز اغېز لپاره وڅېړه. دا آزموینې د تراشل شویو وېښتو سره د بې وېښتو زامو په توګه وآزمایل شوې.

د څېړونکو د موندنو پر بنسټ، چې په « اینټګرېټو اورګانیزمال بیولوژي» ژورنال کې خپرې شوي، د مخ/ ږیرې وېښته کولای شي پر مخ د ضربې اغېز کم کړي. لکه د سوک/ څپېړې شدت.

څېړونکو لیکلي: «د دې څېړنې پایلې ښيي، چې وېښته په اصل کې د انرژۍ په جذبولو سره، د پڅو څېزونو د ګوزار په شدت کې د پام وړ کموال راولي، نو له همدې امله د مخ د زیان لیدو خطر کموي. که چېرې همدا موضوع د انسان په اړه هم صدق وکړي، نو د پوره ږیرې درلودل د مخ د اسکلېټ زیانمن کېدل لکه زامې، د برېدونو او حملو په وړاندې ساتي.همدارنګه احتمال لري، پوره ږیره، د ټپونو، څېرې کېدو، وینه غوټه کېدو او د مخ د پوستکي او عضلو د شینوالي څخه مخنیوی وکړي.»

همدارنګه څېړونکي ګمان کوي «د ږیرې وېښته احتمالاً پر مخ نامستقیم برید منحرف او د مخ او برید کوونکي څيز ترمنځ د اصطکاک د کمښت لامل کېږي.» که څه هم هغوی په دې اړه څېړنه نده کړې.

څېړونکي وايي له دې امله ممکن ږیره « د نارینه وو مسابقو کې» محافظتي ګټې ولري.

په هر حال هغوی ټینګار کړی، چې د څېړنې پایلې «داسې شواهد نه دي وړاندي کړي چې ږیره د فني ګوزارونو او تمریناتو پر وخت له وګړو ساتنه وکړي.»

څېړونکو همدارنګه ویلي، چې دا څېړنې احتمالاً « دا څرګندوي چې ولې د مخ ډېر وېښته د زیات نارینتوب، ټولنیز تسلط او همدارنګه د عصبي او جنګي رفتار سره تړلې ده، شاید واقعي شاخص یې د برېدونو او ګوزارونو په وړاندې د دوی نه زیانمن کېدو کچه وي.»

په داسې حال کې چې د څېړنې پایلې ښيي، ږیره د ګوزار شدت کمولای شي، خو څېړونکو اقرار کړی، چې د انسان د مخ وېښته/ ږیره د ځیږوالي، ګڼوالي او هم د ضخامت/ پېړوالي له پلوه، په پراخه کچه د وګړو ترمنځ توپير کوي.

هغوی وايي په راتلونکو څېړنو کې بویه « دا عوامل په پام کې ونیول شي، تر څو معلومه کړي د کوم ډول وېښتو لرل د ضربې په وړاندې غوره محافظت جوړوي.»

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ