امریکا ته د ترکیې ګواښ؛ هر غلط ګام به درته دروند تمام شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش

د ترکیې حکومت ویلي که متحده ایالات د ترکیې د ولسمشر په وړاندې اقدام وکړي امریکا لپاره به په دروند قیمت تمام شي.
د ترکیې د ولسمشر رجیب طیب اردغان یوه ویاند ابراهیم کالین پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات به د ولسمشر اردوغان پرضد اقداماتو په صورت کې دروند قیمت ورکړي.
ښاغلي کولن دا خبرې د ډسمبر په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ترسره کیدونکو ټاکنو د کاندید جو بایډن هغو څرګندونو ته ځواب کې کړي چې پکې یې له امریکا سره د اردغان په چلند اندیښنه څرګنده کړې وه.
ده ویلي ول چې باید داسې ونه کړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

«د ترکیې په اړه د بایډن تحلیل د جهالت، غرور او نفاق پر اساس دی. ترکیې ته د امر کولو ورځې پای ته ورسیدې. مګر که تاسو لاهم فکر کوئ چې دا کولی شئ، نو بیا یې هڅه وکړئ. تاسو به دروند قیمت ادا کړئ.»

جوبایډن چې د د دیموکراتانو نوماند دی، دا خبرې او مقابل کې ځواب د رسنیو له ګرمو سرټکو ګرځیدلي.


بایډن په خپره شوې ویډیو کې وویل چې هغه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د رویې په اړه ژوره اندیښنه لري.
بایډن په دې ویډیوي کې وړاندې وايي:

«هغه څه چې زه فکر کوم هغه دا چې موږ باید اردوغان سره خورا متفاوت چلند ولرو، او دا روښانه کوم چې موږ د اپوزیسیون مشرتابه ملاتړ کوو. اپوزیسیون ته باید پیسې ورکړو. واشنګټن باید د اپوزیسیون مشرانو ملاتړ وکړي ترڅو دوی وکولی شي اردغان ته ماتې ورکولو ته دوام ورکړي. البته، د یوې کودتا سره نه، بلکه په انتخاباتي پروسه کې.»

د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو رییس فخرالدین الټون بیا ویلي چې دغه څرګندونې ترکیې ته د مداخله کونکي چلند په مانا دي او د دواړو هیوادونو ترمینځ اوسنیو ډیپلوماټیکو اړیکو سره مخالفت کوي.
هغه لیکلي:
«هیڅ څوک زموږ د خلکو، دیموکراسۍ او زموږ د ولسمشر مشروعیت تر پوښتنې لاندې نشي نیولای، ځکه هغه په رایو انتخاب شوی دی.»
د ۲۰۱۶م کال ناکامې کودتا ته په اشارې، هغه په ​​ټویټر کې لیکلي:

«موږ باور لرو چې دا ناخوښه خبرې، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د کاندید لخوا په ډیپلوماسۍ کې ځای نلري، د متحده ایالاتو اوسني حکومت لپاره هم د منلو وړ ندي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې اوسني ولسمشر د یاد هیواد په اساس قانون کې د تغیر راوستو ترڅنګ یو شمیر نور اصلاحات راوستي چې دا د هغه لپاره په ګټه بلل کیږي.

جو بایډن

ددې ترڅنګ په دې وروستیو کې له ۸۵ کاله وروسته د ایا صوفیه په مسجد بدلول هم هغه مسله ده چې له اردغان سره پرې امریکا او د نړۍ یو شمیر هیوادونه موافق نه دي.
جوبایډن چې د ولسمشر ټرمپ خلاف ټاکنو ته ولاړ دی، معلوم به شي چې څنګه کولی شي څو یوه برحاله ولسمشر ته ماته ورکړي.
وروستیو کې یو شمیر امریکايي نظر پوښتنو کې ښودل شوې چې ښاغلي جوبایډن به د ټاکنو ګټونکی وي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.