افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

د چین ولسمشر: افغانستان حساسو شیبو کې قرار لري، ژر به دایمي امنیت ته ورسیږي

لیکنه: بشر درویش

د چین جمهوررئیس په یوه پیغام کې افغان ولسمشر اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیاځلي بریا مبارکي ویلې ده.

ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د جمهور رئیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د چین د جمهوررئیس شي جین پینګ د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

د بریالیتوب هیله

د چین ولسمشر په دغه پیغام کې لیکلي:

«د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه ستاسې د بیا انتخابېدو په مناسبت د جمهوري چین د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې ګرمې مبارکۍ او نېکو هیلو مراتب تاسې جلالتمآب او ستاسې له لارې د افغانستان حکومت او خلکو ته څرګندوم او په دغه ستره وظیفه کې تاسې ته د بریالیتوب هیله لرم.»

حساس شرایط او افغانستان

په دغه پیغام کې راغلي:

«اوس د افغانستان د سولې او بیارغاونې پروسه په حساسو شېبو کې قرار لري او زه باوري یم چې ستاسې تر رهبرۍ لاندې به افغان ولس په وحدت او یووالي سره وکولای شي چې پر ستونزو بریالی شي او ژر به دایمي امنیت او پایداره انکشاف ته ورسېږي.»

له افغانستان ملاتړ

شي جین پینګ په دغه لیک کې زیاتوي:

«د چین ولسي جمهوریت ستاسو د دوست، ګاونډي او ستراتېژیک شریک په توګه غواړي له افغانستان څخه په ټولو امکاناتو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د چین او افغانستان ستراتیژیک مشارکت

ارګ زیاته کړې؛ په همدې ترتیب د چین جمهوررئیس په دغه لیک کې لیکلي:

«په وروستیو کلونو کې د چین او افغانستان ستراتېژیک مشارکت له محرکې قوې څخه برخمن دی او زه په دې برخه کې ستاسې هڅې او فعاله ونډه ستایم.»

د غني او شي ګډ کار

نوموړي د خپل لیک په پای کې لیکلي، د چین او افغانستان د اړیکو ارزښت ته په کتو غواړم له تاسې سره ګډ کار وکړم، ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري د دواړو هیوادونو د ولسونو د ګټو په خاطر یوه نوي پړاو ته ورسوو.

باید وویل شي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د حوت میاشتې په ۱۹مه نیټه د بیا ځل ولسمشر کیدو لوړه وکړه چې تر اوسه د نړۍ د هیوادونو او سازمانونو مشران ښاغلي غني ته مبارکي ورکوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ