انتخابات سرسکالو سیاست نړۍ

ایا ټرمپ به د ۲۱ مې پېړۍ دویم منتخب ولسمشر شي!؟

لیکنه: مهر تاج

ایا ټرمپ به لومړی ولسمشر وي چې په ۲۱ مه پیړۍ کې بیا نه ټاکل کېږي؟

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به تر سبا معلومي شي، دا به په ډاکه شي، چې ایا ډونلډ ټرمپ خپله دوهمه دوره ګټلې یا جو بایډن ، چې د بارک اوباما په مشرۍ مرستیال ولسمشر و.

که چیرې ډونالډ ټرمپ پدې ټاکنو کې ناکام شي ، نو هغه به د ۲۱ مې پیړۍ لومړی امریکایي ولسمشر وي چې د دوهم ځل لپاره نه ټاکل/ انتخاب کېږي.

په ټوله کې ، دا به په نږدې دریو لسیزو کې لومړی ځل وي، چې یو امریکایې ولسمشر په بیا ځلې انتخاباتو ګټلو کې پاتې راځي.

له دې وړاندې ورته ټاکنې وروستی ځل په ۱۹۹۲ کې شوې وي ، کله چې جمهوري غوښتونکي ولسمشر “جورج ډبلیو بوش” د لومړی دورې وروسته د دیموکرات کاندید “بل کلنټن” څخه ماته وخوړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ